امریکا د چین د دوو تنو جاسوسانو د نیولو نه خبر ورکړی

د امريکا په نيويارک ايالت کې د چين په يوه دفتر کې د کار کولو له امله دوه تنه نيول شوي دي.

1976398
امریکا د چین د دوو تنو جاسوسانو د نیولو نه خبر ورکړی

د امريکا په نيويارک ايالت کې د چين په يوه دفتر کې د کار کولو له امله دوه تنه نيول شوي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت او د  اف بي‌ ای   چارواکو د بروکلاین په  فدرال محکمه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې   منهاټن ټاپو په سویلي‌ برخه کې د چین ټاون په سیمه کې په یو دفتر چې د چین حکومت لخوا ترینه دلته د پولیسو د مرکز په توګه کار اخیستل کیده د چاپې پر مهال  ۲ تنه چینايي الاصله امریکايي‌ وګړي‌  د دلایلو او شواهدو د لمنځه وړو په تور نیولي‌ دي.

چارواکو ویلي‌ دي‌ نوموړي‌ دوه تنه نیول شوي‌ کسان چې  د چین د عامه امنیت وزارت  ته جاسوسي‌ کوله او په  غیرقانوني توګه يي ورته معلومات ورکول یو تن يي ۶۱ کلن لو جیان وانګ او بل تن يي ۵۹ کلن چن جین پینګ نومیږي.

نوموړي‌ دوه تنه  نیول شوي‌ او تمه کیږي‌ چې په بروکلاین ښار کې محکمې ته حاضر کړی شي.

د امریکا د عدلیې وزارت په رسمي‌ انټرنټ پاڼه کې د نوموړو دوو تنو چینايي اصله امریکايي وګړو د جاسوسۍ  په اړه په خپور شوي‌ بیان کې ویل شوي‌ دي‌ چې ،  دواړه  د چین د حکومت لپاره په جاسوسۍ، همداشان ددې جاسوسۍ اړوند د اسنادو او شواهدو د لمنځه وړو او عدالت د تامین د مخنیوي‌ تورونه لګیدلي‌ دي.


پيوندونه: #جاسوسان , #چین , #امریکا

اړوند خبرونه