ایټالیا د سواحلو ګارډ ځواکونو په مدیترانه کې ۲ ټته کوکاین ونیول
د ایټالیا مالي پولیسو (ګارډیا دی فنانزا) ټیمونو شاوخوا ۲ ټنه کوکاین په کڅوړو کې نیولي چې د سیجیلیا ټاپو په ختیځ کې د مدیترانې په سمندر کې پریښودل شوي وو.
![ایټالیا د سواحلو ګارډ ځواکونو په مدیترانه کې ۲ ټته کوکاین ونیول](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f0e2/0ed5/e26a/643d12d141a70.jpg?time=1718798392)
د ایټالیا مالي پولیسو (ګارډیا دی فنانزا) ټیمونو شاوخوا ۲ ټنه کوکاین په کڅوړو کې نیولي چې د سیجیلیا ټاپو په ختیځ کې د مدیترانې په سمندر کې پریښودل شوي وو.
د مالي پولیسو لخوا د خپور شوي بیان له مخې، د کاتانیا ولایت د مالي پولیسو ټیمونو د هوا څخه د ساحلي کنټرول د معمول فعالیتونو په جریان کې د سمندر په سطحه د رڼا سیګنال وسیله تثبیت کړه . همداشان په همدې سیمه کې په جال کې د اوبو لاندې پټ شوي د کوکاینو کڅوړې وموندلې.
د عملیاتو په ترڅ کې د سمندر څخه راټول شوو شاوخوا ۷۰ کڅوړو کې نږدې ۲ ټنه کوکاین شتون لري.
په بحر کې نیول شوی کوکاین د کاتانیا د لوی څارنوال دفتر په امر ضبط شو.
د مالي پولیسو په بیان کې ویل شوي چې دا کڅوړې داسې بسته بندي شوې وې چې په اوبو کې ډوبې نشي او د پاسه يي د سینګنال وسیلې نصب شوې وې. داسې ګمان کیږي چې دا کوکاکین د یوې کښتۍ لپاره چې ددې ځایه يي اخلي پریښودل شوي وو.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718798392)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.