په بورکینا فاسو  کې پر پوځیانو په برید کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بورکینا فاسو کې د پوځیانو په یو مرکز خونړی برید شوی

1975648
په بورکینا فاسو  کې پر پوځیانو په برید کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بورکینا فاسو  کې پر پوځیانو په برید کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بورکینا فاسو د  پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هېواد په شمال کې په یتینګ ولسوالۍ کې د رضاکارو ملیشو پر مرکز د نامعلومو وسله والو له خوا برید شوی دی.

د ترهګرو او هغو عسکرو تر منځ په نښته کې چې د برید په ځواب کې سیمې ته تللي وو، ۱۰ تنه عسکر او ۳۲ داوطلب ملیشه ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په پیښه کې ۳۳ تنه ټپیان شوي او لږ تر لږه ۵۰ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

په بورکینا فاسو کې، چې د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی، په ګاونډي مالي کې د القاعدې او داعش پورې تړلې ترهګرې ډلې له ۲۰۱۵ راهیسې بریدونه ترسره کوي.

په دې وروستیو کې د نایجر پولې ته څېرمه پر دوو کلیو په بریدونو کې ۴۴ کسان وژل شوي او د فبرورۍ په میاشت کې په شمال کې په یوه بل برید کې ۵۱ پوځیان وژل شوي وو.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې پدې هیواد کې د بریدونو د کچه د لوړیدو او زیاتوالي‌ له امله لوی درستیز له دندې ګوښه کړی  او پر ځای سیلستین سمپور وټاکل شو



اړوند خبرونه