شمالي‌ کوریا داځل د جامد تیلو لرونکی نوی ډول بین البراعظمي بالستیک توغندی وازمایه

شمالي کوریا اعلان وکړ چې پرون یې د جاپان سمندر (ختیځ سمندر) په لور توغولی بین البراعظمي‌ توغندی  "Hwasong-18" د جامد تیلو نوی ډول توغندی دی.

1974809
شمالي‌ کوریا داځل د جامد تیلو لرونکی نوی ډول بین البراعظمي بالستیک توغندی وازمایه

شمالي کوریا اعلان وکړ چې پرون یې د جاپان سمندر (ختیځ سمندر) په لور توغولی بین البراعظمي‌ توغندی  "Hwasong-18" د جامد تیلو نوی ډول توغندی دی.

د يونهاپ خبري‌ اژانس ، د شمالي کوريا رسمي خبري اژانس د راپور له مخې لیکلي‌ دي‌ چې  د شمالي کوريا د مشر کيم جونګ اون په لارښوونه ترسره شوې ازموينه د بالستيک توغندي نوی ډول دی چې د "راتلونکي کې د جګړې د مخنیوي‌  بنسټيز وسایل" په توګه تعريف شوی دی.

د نوي جامد تیلو "Hwasong-18" بین البراعظمي بالستیک توغندي توضیحات، چې پرون ازمویل شوی، لکه واټن او اعظمي لوړوالی، نه دي افشا شوي

تیره ورځ سویلي‌ کوریا او جاپان د شمالي‌ کوریا لخوا د  یو اوږد واټنه توغندي‌ د ازمایلو نه خبر ورکړی وو. ویل کیږي‌ ددې توغندي‌ واټن تر زر کیلومترو ډیر وو.

د شمالي‌ کوریا مشر د دې نوي توغندي په اړه ویلي  دي‌  چې " د متقابل اټومي برید مؤثریت به  په بنسټیز ډول ښه کړي او د برید نظامي ستراتیژۍ وړتیا به بدله کړي."

د شمالي کوریا مشر وویل پیونګ یانګ ژمنه کړې چې "وژونکي او تیري‌ کوونکو بریدونو پر وړاندې به  خامخا قوي‌ تدابیر ونیسي ."

پیونګ یانګ د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۰۰ توغندي ازمویلي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د شمالي کوریا له خوا د بین البراعظمي بالستیک توغندي ازموینه په کلکه وغندله.

د ګوتریش دفتر په یوه خپور کړي بیان کې له شمالي کوریا وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو له مخې خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې له شمالي کوریا څخه غوښتل شوي چې خپل ارتباطي چینلونه پرانیزي او خبرې اترې بیا پیل کړي، څو تلپاتې سوله رامنځته شي.



اړوند خبرونه