د اذربایجان او ارمنستان پر پوله د ارمني‌ ځواکونو په برید کې  د اذربایجان د پوځ درې سرتېري ووژل شول.

ارمني‌ ځواکونو د اذربایجان د پوله ساتو پر پوستو بریدونه کړي‌

1973682
د اذربایجان او ارمنستان پر پوله د ارمني‌ ځواکونو په برید کې  د اذربایجان د پوځ درې سرتېري ووژل شول.

د اذربایجان او ارمنستان پر پوله د ارمني‌ ځواکونو په برید کې  د اذربایجان د پوځ درې سرتېري ووژل شول.

د اذربایجان د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ګورس ولایت د دیګ په سیمه کې میشتو ارمني سرتیرو د لاچین په لور د اذربایجان په پوستو بریدونه کړي‌ دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ارمنستان د پوځ د ډزو په پایله کې ۳ تنه اذربایجاني سرتیري شهیدان شوي دي.

همداشان  د اذربایجان پوځ  هم په ځوابي برید کې د ارمنستان پوځ ته د پام وړ زیان اړولی دی.

د یادونې وړده چې په سیمه کې وضعیت د اذربایجان د پوځ تر کنټرول لاندې دی.

د ارمنستان د رسنیو د خبر له مخې  د ارمنستان او اذربایجان په پوله کې په رامنځته شوې جګړه کې د ارمنستان پوځ ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



اړوند خبرونه