د میانمار پوځ په یو کلي‌ د هوايي برید سره ستر قتل عام وکړ.

د میانمار پوځ پر یوه کلي‌  د هوايي برید  په نتیجه کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژلي‌ دي.

1973209
د میانمار پوځ په یو کلي‌ د هوايي برید سره ستر قتل عام وکړ.

د میانمار پوځ پر یوه کلي‌  د هوايي برید  په نتیجه کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژلي‌ دي.

د میانمار پوځ په یو کلي‌ د هوايي برید سره ستر قتل عام وکړ.

بي بي سي د هغه کلي‌  چې برید پرې شوی دی  د اوسېدونکو له قوله ویلي، د میانمار په ساګینګ سیمه کې د پا زی ګي په کلي‌  هوايي برید کې د ۱۵ ښځو او ګڼو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي.

يوه عيني شاهد، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ویلي‌ دي چې بريد پر ځايي وخت سهار شاوخوا ٧ بجې د جنګي الوتکو په مرسته پيل شو او وروسته سيمه د چورلکو تر بريد لاندې راغله.

عيني شاهدان وايي چې بريد شاوخوا شل دقيقې دوام وکړ او زياته يې کړه چې د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه او ښايي شمېر يې تر دې هم زيات وي.

دا په داسې حال کې ده چې د میانمار د پوځ هوایی برید په هماغه ورځ ترسره شو چې د شاوخوا سیمو څخه ډیری خلکو په پا زی ګی کې د خلکو د دفاعی ځواکونو د دفتر د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون درلود.



اړوند خبرونه