امریکا د خپل افشا شوو مهمو محرم اسنادو د افشا کولو سرچینه لټوي چې د چا لخوا افشا شوي‌ دي

امریکايي چارواکي، د اوکراین د جګړې نه نیولې تر  چین، منځني ختیځ، اسرائیل استخباراتو او افریقا پورې  ډیر مهم  محرم اسناد په انټرنټ کې  د خپریدو په اړه ګمان کوي‌ دا کار پخپله  د یوه امریکايي لخوا شوی وي.

1972294
امریکا د خپل افشا شوو مهمو محرم اسنادو د افشا کولو سرچینه لټوي چې د چا لخوا افشا شوي‌ دي

امریکايي چارواکي، د اوکراین د جګړې نه نیولې تر  چین، منځني ختیځ او افریقا پورې  ډیر مهم  محرم اسناد په انټرنټ کې  د خپریدو په اړه ګمان کوي‌ دا کار پخپله  د یوه امریکايي لخوا  شوی وي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه پخواني جګپوړي چارواکي، مایکل موري رویټرز ته وویل، "اوس مهال تمرکز دا مهم محرم اسناد  پخپله په امریکا کې انټرنټ ته د خپریدو په  احتمال دی، ځکه چې په انټرنټ کې نشر شوي‌  ډېری اسناد هغه اسناد دي‌ چې یوازې د امریکا په لاس کې دي."

امریکايي چارواکو ویلي چې تحقیقات لا هم په ابتدايي پړاو کې دي او هغه څوک چې تحقیقات ترسره کوي دا احتمال نه ردوي چې د دې اسنادو د افشا کولو تر شا دې د روسیې ملاتړي عناصر لاس ولري.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۳ کال کې له ۷۰۰۰۰۰ څخه زیات اسناد، ویډیوګانې او ډیپلوماټیک ټیلیګرامونه په ویکي لیکس کې د خپریدو نه وروسته  دا لومړی ځل دی چې پدې اندازه زیات او مهم محرم اسناد انټرنټ ته غورځیږي.

د بله پلوه د سویلي کوریا د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي‌ دي ، ددې خبرې د معلومیدو په صورت کې چې د امریکايي چارواکیو لخوا پټ او محرم اسناد افشا شوي‌ دي‌ ، د امریکا له ولسمشر به وغواړي‌ چې پدې اړه لازم اقدامات وکړي.

همداشان سویلي‌ کوریا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي‌ دي‌ چې ددې خبرې بررسي‌ باید د چارو په لومړیتوب کې ځای ولري‌ او د دریم کس لخوا ددې کار د ترسره کیدو احتمال هم له پامه باید ونه غورځول شي.



اړوند خبرونه