شمالي‌ کوریا یو ځل بیا د اټومي‌ برید ظرفیت لرونکې تحت البحري‌ وازمایله

شمالي‌ کوریا یو ځل بیا د اټومي‌ برید ظرفیت لرونکې د یوې ډرون اوبتل یا تحت البحري‌ کښتۍ د ازمایلو نه خبر ورکړ.

1971769
شمالي‌ کوریا یو ځل بیا د اټومي‌ برید ظرفیت لرونکې تحت البحري‌ وازمایله

شمالي‌ کوریا یو ځل بیا د اټومي‌ برید ظرفیت لرونکې د یوې ډرون اوبتل یا تحت البحري‌ کښتۍ د ازمایلو نه خبر ورکړ.

د شمالي‌ کوریا دولتي‌ رسنیو د خالي په ورځ راپور ورکړ چې شمالي‌ کوریا د امریکا او سویلي کوریا سره د احتمالي‌ جګړې په خاطر خپل وروستۍ ټکنالوژي‌ او طاقت نندارې ته وړاندې کړ.

شمالي کوریا د اپریل له ۴ څخه د اپریل تر ۷ پورې د "Haeil-2" په نوم  د اټومي برید وړتیا لرونکې ډرون  تحت البحري یا اوبتل وازمایله  .شمالي‌ کوریا دولتي  رسنیو راپور ورکړی، د یوې اونۍ څخه مخکې د "Haeil-1" په نوم د اوبو لاندې یوه نوې بې پیلوټه اوبتل یا تحت البحري‌ ازمایل شوې وه چې د سونامي رامنځته کولو توان لري .

د شمال د دولتي خبري اژانس ویلي چې بې پیلوټه الوتکې د اوبو لاندې د ستراتیژیکو وسلو سیسټم د ازموینې په جریان کې د ۷۱ ساعتونو او ۶ دقیقو لپاره ۱۰۰۰ کیلومتره (621 میل) واټن وهلی  او په بریالیتوب سره یې ټاکلی هدف په نښه کړ.

"ازموینې په بشپړ ډول د اوبو لاندې د ستراتیژیکو وسلو سیسټم اعتبار او د وژونکي برید وړتیا ثابته کړه."

د دولتي رسنیو لخوا خپاره شوي عکسونو کې یو لوی ، تور رنګه تورپیډو شکل لرونکی څیز او همدارنګه د اوبو لاندې د څیز د لارې تعقیب او د بحر په سطحه د چاودنې ښکارندویي کوي.

شمالي کوریا له میاشتو راهیسې په منظم ډول د مختلفو وسلو ازمایښت کوي او په وروستیو اونیو کې یې د امریکا او جنوبي کوریا د ګډو پوځي تمرینونو په ځواب کې خپل فعالیت زیات کړی دی.

شمالي کوریا په دې وروستیو اونیو کې نوي، کوچني اټومي سرګلولې پرانستلې او یو بین البراعظمي بالستیک توغندی یې توغولی چې له  هر ځایه په امریکا  د برید وړتیا لري.



اړوند خبرونه