روسیې د اوکراین د یوې الوتکې د لویدو او پيلوټ د نیولو نه خبر ورکړی دی.
د روسیې د فدرال امنیتي خدماتو راپور ورکړی چې د اوکراین یوه سپک انجنی الوتکه د دې هیواد په براینسک سیمه کې نسکوره شوې او پیلوټ یې نیولی دی.
1970763
![روسیې د اوکراین د یوې الوتکې د لویدو او پيلوټ د نیولو نه خبر ورکړی دی.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/59b3/47f2/bca4/642e64f47fbba.jpg?time=1719055061)
روسیې د اوکراین د یوې الوتکې د لویدو او پيلوټ د نیولو نه خبر ورکړی دی.
د روسیې د فدرال امنیتي خدماتو راپور ورکړی چې د اوکراین یوه سپک انجنی الوتکه د دې هیواد په براینسک سیمه کې نسکوره شوې او پیلوټ یې نیولی دی.
د روسیې د فدرال امنیتي خدماتو د روسیې ریا نویستي خبري اژانس په استولي بیان کې ویلي دي چې د اوکراین اړوند یوه سپک انجنی الوتکه د روسیې او اوکراین په پوله د بایرنسک په سیمه کې لویدلې ده.
په بیان کې ویل شوي دي چې پيلوټ له پېښې وروسته اوکراين ته د تېښتې هڅه کوله خو د سرحدي امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوی دی. پیلوټ د روسیې په توقيف دی.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1719055061)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.