امریکا ته د ټایوان د مشرې د سفر سره سم چین د ټایوان په تنګي کې پوځي تمرینات پيل کړل
د چين سمندري ځواکونو امريکا ته د تايوان د مشرې ساي انګ وين له سفر مخکې د تايوان په تنګي کې نن سهار تمرينات پيل کړل.
د چين سمندري ځواکونو امريکا ته د تايوان د مشرې ساي انګ وين له سفر مخکې د تايوان په تنګي کې نن سهار تمرينات پيل کړل.
د یادولو وړ ده چې دا تمرین نن پداسې حال کې ترسره کیږي چې د ټایوان مشر تسای د امریکا د استازو د جرګې له رئیس کیون مک کارتي او د کانګریس د ګوندونو له پلاوي سره غونډه کوي.
سای د بیلیز سره د لیدنې وروسته، د امریکا کالیفورنیا ته سفر وکړي. هغه به په سمی ویلی کې د مک کارتي او د کانګرس له پلاوي سره وګوري.
تمه کیږي چې سای به د بندو دروازو تر غونډې وروسته مطبوعاتو ته یوه ارزونه وکړي. دا خبري غونډه به د رونالډ ریګن ولسمشرۍ کتابتون کې ترسره شي.
تایوان چې چین یې د خپلې خاورې د یوې برخې په توګه بولي ، له ۱۹۴۹ کال راهیسې چې د چین د خلکو جمهوریت تاسیس شو، په حقیقت کې خپلواکي ترلاسه کړې ده. د چین او تایوان تر منځ د کورنۍ جګړې وروسته د جلا کیدو لړۍ لا هم دوام لري.
بېجينګ د "يو چين" پر اصولو ټينګار کوي، د نړۍ له هېوادونو سره د تايوان د خپلواکو ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګولو، په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو کې د هغې له استازيتوب سره مخالفت کوي او ټينګار کوي چې هغه هېوادونه چې په چین په رسميت وپېژني، له تايوان سره باید ديپلوماتيکې اړيکې پرې کړي.