امریکايي ځواکونو په سوریه کې د ایراني ملیشو اړوند پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي .
امریکايي ځواکونو په سوریه کې ددوې په هډو د برید په ځواب کې د ایراني ملیشو پر مرکزونو بریدونه کړي

امریکايي ځواکونو په سوریه کې د ایراني ملیشو اړوند پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي .
د امریکا د دفاع وزارت ویاند برید جنرال پاټریک رایډر اعلان وکړ د سوریې په الحسکه کې د امریکايي ځواکونو پر هډې د بریدونو په ځواب کې دوی د سوریې په دیرالزور کې د ایران د سپاه پاسداران په اډه باندې هوايي بریدونه کړي چې په نتیجه کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
وياند رايډر په ورځني خبري کنفرانس کې وویل چې د مارچ په ٢٣مه په الحسکه کې په هغه اډه کې چې امريکايي پوځيان پکې مېشت دي، د بې پيلوټه الوتکې له خوا بريد په اړه د امريکايي پوځ د غبرګون په اړه معلومات ورکړل.
رایډر وویل، امریکا په دیرالزور کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو دوه تاسیسات په نښه کړل او د لومړنیو پایلو له مخې د دغه سازمان اته غړي ووژل شول.
رايډر خبر ورکړ چې د مارچ د مياشتې په ٢٣ نيټه په بريد کې د ټپي شويو شپږو امريکايي پرسونل حالت ښه دى، دوه سرتيري بيرته خپلو دندو ته ستانه شوي، يو امريکا ته ليږدول شوى او د دوو امريکايي سرتيرو او يو قراردادي پرسونل په عراق کې تر درملنې لاندې دي.
ویاند زیاته کړه چې د ایران ملاتړو ځواکونو د مارچ په ۲۴ هم د سوریې په دیرالزور کې د امریکایي ځواکونو پر هډې راکټي برید وکړ. ویاند وویل چې له دوو بریدونو وروسته په دې هډو کې د موجودو امریکایي سرتیرو څخه په ۶ تنو کې د دماغي ستونزې رامنخته شوي دي. د نوموړو کسانو معاینات شوي دي او د بریدونو له امله دفاغي ستونزې پکې تثبیت شوي دي.