په فیلیپین کې په یوې کښتۍ کې د اورلګیدنې له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
په فیلیپین کې په یوې کښتۍ کې چې د حرکت په حال کې وه اورلګیدنه رامنځته شوې چې له امله يي په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په فیلیپین کې په یوې کښتۍ کې چې د حرکت په حال کې وه اورلګیدنه رامنځته شوې چې له امله يي په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د فیلیپین د مینداناو ټاپو نه ژولو ټاپو پر لور په روانې مساپر وړونکې کښتۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
د ویلو ده چې پدې پيښه کې تر اوسه پورې ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګنشمیر نور کسان ټپیان شوي دي.
د لیډي مریم جوی ۳ په نوم کښتۍ کې د اور لګیدو له امله د مرګ ژوبلې کچه مخ په ډیریدو ده . د باسیلان ایالت والي جیم هاتامان له پېښې وروسته په یوه بیان کې وویل چې په پدې کښتۍ کې ۲۵۰ تنه سپاره وو چې تر اوسه پورې ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی. هاتمان وویل چې ۲۳ تنه له سوځیدلي کښتۍ څخه ټپي ژغورل شوي او ۷ تنه نور لادرکه شوي دي چې د موندولو لپاره يي د لټون چارې دوام لري.
هاتمان وويل، چې دغه بېړۍ د باسيلان ساحل ته راوړل شوې ده "د اور لګېدو له امله چې ګڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، د پېښې په اړه څېړنې دوام لري.