په امریکا کې په یو ښوونځي د وسله وال برید په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
د امریکا په ټینیسي ایالت کې پر یوه لومړني ښوونځي د وسله وال برید په نتیجه کې د دریو ماشومانو په ګډون شپږ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د امریکا په ټینیسي ایالت کې پر یوه لومړني ښوونځي د وسله وال برید په نتیجه کې د دریو ماشومانو په ګډون شپږ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د ټینیسي د پولیسو په وینا برید د نیشویل ایالت په یوه خصوصي عیسوي ښوونځي باندې شوی دی.
بریدګر د سهار په ساعتونو کې نوموړي ښوونځي ته چې د وړکتون او ۶ ټولګي ترمنځه شاوخوا ۲۰۰ زده کوونکي لري ننوتو نه وروسته ډزې وکړې چې په نتیجه کې د ۳ ماشومانو او د ښوونځي د ۳ کارکوونکو په ګډون ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د میټرو نیشویل ښار د پولیسو څانګې د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي بریدګر چې دوه ټوپکونه او یوه تومانچه ی درلوده د پيښې په ځای کې وژل شوی دی.
په داسې حال کې چې د بریدګر هویت نه دی په ډاګه شوی، د برید د انګیزې او لامل او دا چې پدې برید کې بل څوک ژوبل شوي دي او که نه ، په اړه هم معلومات ندي ورکړ شوي.
د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر جوبایډن ته په نیشوېل کې د برید په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د برید په اړه څیړنې دوام لري.