په مسیسپي ایالت او شاوخوا سیمو کې د توپان له امله بېړنی حالت اعلان شوی او ۲۶ کسان یې وژلي دي.
د امریکا په مسیسپي ایالت او شاوخوا سیمو کې د توپان له امله بېړنی حالت اعلان شوی او ۲۶ کسان یې وژلي دي.
د امریکا په مسیسپي ایالت او شاوخوا سیمو کې د توپان له امله بېړنی حالت اعلان شوی او ۲۶ کسان یې وژلي دي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن وروسته له هغه چې د مسیسپي ایالت په شاوخوا کې تر لسو ډیر توپانونو له امله ۲۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او سیمه کې ډیر زیات ویجاړی رامنځته کړ د سیمې لپاره فدرال اضطراري حالت اعلان کړ.
د امریکا د هوا پيژندنۍ ملي ادارې ویلي دي توپان په رولینګ فورک د رامنځته شوي توپان سرعت په ساعت کې ۳۰۰ کیلومتره وو. توپان په سیمه کې ډیر زیات ویجاړی رامنځته کړی دی.
د بیړنیو حالاتو د ادارې فدرال ادارې چارواکو د سیمې خلکو سره ترسره کړې مرستې ټویټر له لارې شریکې کړي دي. د بله پلوه د میسیسيپي ایالت جمهوري غوښتونکي والي ټیټ ریویز ښاریانو ته د خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی.
د امریکا د هوايي پيژندنې ملي ادارې د مارچ د ۲۳ مې د ماښام په ساعتونو کې اعلان وکړ چې د میسیسیپي ایالت د رولینګ فورک د سیمې پر لور ډیر زورور توپان روان دی.
همداشان نوموړې ادارې د سیمې پر خلکو د خپل ژوند د ساتلو لپاره په خوندي سیمو کې د پټیدو غږ کړی وو.