له تونس څخه ایټالیا ته د روانې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په مدیترانه کې یو ځل بیا په لسګونو تنو ناقانونه کډوالو ژوند د لاسه ورکړی
1965477
له تونس څخه ایټالیا ته د روانې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د تونس د ملي امنیت ویاند حسام الدین الجبابلي په دې اړه ویلي دي چې ،
په مهدیه سیمه کې سمندري ځواکونو د هغو ۸ تنو ناقانونه کډوالو جسدونه موندلي چې د مارچ د ۲۵مې نیټې په شپه یې ایټالیا ته په لاره کې ډوبه شوې وه.
هغه زیاته کړه چې د ۱۹ تنو نورو ناقانونه کډوالو مړي هم د کب نیولو په یوې کښتۍ د تونس له ساحل څخه ۳۶ میله لرې موندل شوي دي.
الجبابلي اعلان وکړ چې همداشان د ۲ تنو نورو ناقانونه کډوالو مړي هم د کب نیولو په یوې بلې کښتۍ کې موندل شوي دي .
الجبابلی، د کښتۍ د ډوبېدو د وخت په اړه چې څه وخت ډوبه شوې معلومات ورنه کړ. هغه، وویل چې ټول هغه کسان چې مړي یې موندل شوي د افریقا د ښکته صحرايي هېوادونو وګړي دي.