ستولتنبرګ :په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د پوځي ادغام بهیر دوام لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، که څه هم د ناټو د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ غوښتنلیکونه د ټولو غړو له خوا نه دي تصویب شوي، خو د پوځي ادغام بهیر دوام لري.

1963392
ستولتنبرګ :په ناټو کې د سویډن او فنلنډ  د پوځي ادغام بهیر دوام لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، که څه هم د ناټو د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ غوښتنلیکونه د ټولو غړو له خوا نه دي تصویب شوي، خو د پوځي ادغام بهیر دوام لري.

سټولټنبرګ د ناټو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

سټولټنبرګ په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د بهیر په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل، دواړو هېوادونو د تورکیې مشروع امنیتي اندېښنو ته ځواب ویلی او د جون په ۲۸ مه د مادرید په سرمشریزه کې د لاسلیک شوي درې اړخیز تفاهم لیک پر ژمنو يي عمل کړی دی.

هغه وویل چې "تورکیه چمتو ده چې د فنلنډ د ناټو غړیتوب تصویب کړي." سټولټنبرګ وویل چې هغه د دې پریکړې هرکلی کوي او هیله کوي د تورکیې ملي شورا د مې د ۱۴ مې د ټولټاکنو او د ملي شورا ددې دورې د ختمیدو نه مخکې په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب تصویب کړي.  

سټولټنبرګ وویل چې د هنګري پارلمان هم د مارچ په ۲۷ د فنلینډ د غړیتوب په اړه د رای اچونه کوي چې ددې پریکړې هرکلی کوو. سټولټنبرګ وویل " مهمه دا نه ده چې فنلنډ او سویډن په یو وخت کې د ناټو غړي شي، بلکې مهمه دا ده چې دوی د ناټو بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي. زه به تر هغه کار ته دوام ورکړم چې سویډن ژر تر ژره بشپړ غړی شي."

سټولټنبرګ  وویل چې  پوره باور لري چې سویډن به هم د ناټو سازمان پوره  غړیتوب ترلاسه کړي . سویډن او فنلنډ د ناټو په غونډو کې د بلل شویو هېوادونو په توګه ګډون کړی او د ناټو په ملکي او پوځي بنسټونو کې نور هم مدغم شوي دي.

 

"د ادغام دغه بهیر به وخت ونیسي. په داسې حال کې چې تورکیې او هنګري لا تر اوسه نه ده تصویب کړې، پوځي ادغام دوام لري. ځکه د ناټو لخوا یو هیواد ته د غړیتوب بلنه ورکول  د ناټو په پوځي جوړښتونو کې د هغه د مدغم کیدو په معنا دي."



اړوند خبرونه