د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جاپان له صدراعظم کیشیدا فومیو سره لیدنه وکړه.
د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د جاپان یو لومړی وزیر د جګړې د سیمې نه لیدنه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جاپان له صدراعظم کیشیدا فومیو سره لیدنه وکړه.
زیلینسکي د خپل ټولنیزې مډیا پاڼې له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې نړیوال نظم پیاوړی مدافع او د اوکراین پخوانی دوست هیواد چاپان د لومړي وزیر کیشیدا ته په کیف کې د ښه راغلاست ویلو له امله ډیر خوښ یم .
زیلینسکي وویل: "لومړی وزیر کیشیدا په داسې وخت کې اوکراین ته رسیدلی چې د ملګرو ملتونو د منشور او په عمومي ډول د نړیوال امنیت د هدف او اصولو د دفاع لپاره د نړیوال مشرتابه فعالول ډیر مهم دي."
د یادولو وړ ده چې د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د جاپان یو لومړی وزیر د جګړې د سیمې نه لیدنه کوي. د جاپان لومړي وزیر د اوکراین د بوچا د سیمې نه چیرته چې د روسیې لخوا د جنګي جنایتونو د ترسره کیدو ادعاء شوې ده هم لیدنه وکړه.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې جاپان د مې په میاشت کې په هیروشیما کې د G7 سازمان د مشرانو سرمشریزې د کوربه توب نه مخکې لومړي وزیر کیشیدا وغوښتل چې د اوکراین نه خپل قوي ملاتړ اعلان کړ.