چین او روسیې د مذاکراتو له لارې د اوکراین د ستونزې د حل غوښتنه وکړه
روسيې ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراين د کړکېچ د پای ته رسولو او د خبرو اترو له لارې د دغې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
روسيې ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشرانو د اوکراين د کړکېچ د پای ته رسولو او د خبرو اترو له لارې د دغې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
د چين ولسمشر شي جين پينګ او د هغه د روسي سيال ولاديمير پوتين تر منځ له پرونيو خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړه ګډه اعلاميه خپره شوه.
"په نوي عصر کې د هراړخیزو ستراتیژیکو همکاریو د همغږۍ ژورتیا او د خبرو اترو له لارې د اوکراین کړکیچ حل کول" تر عنوان لاندې په خپره شوې اعلامیه کې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د ستونزې د حل تر ټولو غوره لاره خبرې اترې دي او ویلي یې دي چې د هغه اقداماتو چې د روان کړکیچ د ژوروالي او اوږدوالي او دا بحران له کنټروله د وتو لامل کیږي باید په جدي توګه ډډه وشي."
په ګډه اعلامیه کې مشرانو د بحران په اړه د امریکا او لویدیځو هېوادونو پر چلند په کلکه نیوکه کړې او زیاته کړې ده " روسیه او چین د هر هغه هېواد یا ډلې چې د نورو هیوادونو مشروع امنیتي ګټو ته د ضرر رسولو سره د جګړې له لارې پوځي، سیاسي او نورې ګټې تر لاسه کوي سخت مخالفت کوي.
په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې روسي لوري د سولې خبرو اترو ته ژر تر ژره د بېرته ستنېدو پر ژمنې ټينګار وکړ او د اوکراين د کړکېچ د سياسي او ډيپلوماتيک حل لپاره د چين د رغنده رول لوبولو او په دې برخه کې يې د وړانديزونو ستاينه وکړه.
له بلې خوا د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اعلاميې له لاسليک وروسته په ګډه خبري غونډه کې د سولې د خبرو د دوام په اړه ډېر څرګند دريځ ښکاره کړ.
پوتین وویل چې د سولې د پلان ډیری مادې چې د چین لخوا وړاندې شوي د روسیې له چلند سره مطابقت لري.
"موږ فکر کوو چې (وړاندیزونه) د سوله ایز حل لپاره د اساس په توګه کارول کیدی شي، په شرط ددې چې لویدیځ او کیف ورته چمتو وي. خو موږ تر اوسه پدې اړه د هغوې چمتوالی ندی لیدلی.
د بله پلوه د نوموړې غونډې په اړه د امريکا له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې د اوکراين په اړه د چین او روسیې د مشرانو وړانديزونه دا هيله مندي نه رامنځته کوي، چې ګواکې جګړه دې ژر پای ته ورسېږي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو ارتباطاتو همغږي کوونکي جان کربي ټینګار وکړ چې د اوکراین په جګړه کې ښکیل دواړه خواوې باید د ملګرو ملتونو د منشور اهداف او اصول تعقیب کړي او د دې معنی دي چې روسیه باید د ملګروملتونو سازمان د بل غړي هیواد اوکراین له خاورې څخه ووځي. هغه وويل که چیرې "چين غواړي چې پدې مسئله کې رغنده ستراتيژي او رول ولوبوي ، بايد پر روسيې فشار راوړي چې له اوکراين څخه ووځي."