د بالتیک په سمندر کې د امریکا د بم غورځوونکو الوتکو او روسیې د جنګي الوتکو خطرناکه مخامخیدل

د روسیې جنګي الوتکې په بالتیک سمندرګي کې د امریکا د دوو بم غورځونکو الوتکو له پولې د سرغړونې د مخنیوي په موخه الوتنه وکړه.

1962811

د روسیې د دفاع وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا د هوايي ځواک اړوند ۲ «В-52Н» بم غورځوونکي د روسیې د هوايي دفاعي سیستم لخوا په بالتیک سمندرګي کې تثبیت شوي دي.

په بیان کې راغلي دي، د روسیې د فدراسیون د دولتي پولو د سرغړونې د مخنیوي په خاطر د لویدیځې پوځي حوزې د هوايي مدافعې واحدونو Su-35 الوتکو الوتنه وکړه. دغه الوتکې په هوا کې ټاکل شوې سیمې ته واستول شوه او د روسیې الوتکې د بهرنیو الوتکو د شړولو نه وروسته راستانه شوې.

په اعلامیه کې  یادونه شوې چې د روسیې جنګي الوتکې له فضايي حریم څخه د استفادې په اړه د نړیوالو اصولو سره سم الوتنه کوي، ټینګار شوی چې  سرحدي سرغړونو ته به هیڅکله هم  اجازه نه ورکوي.

د ویلو ده تیره اونۍ د روسیې جنګي الوتکو د ځورولو په پایله په تور سمندرګي کې د امریکا «MQ-9» ډوله بې پیلوټه الوتکه نړیوالو اوبو ته ولوېده.

اړوند خبرونه