پوتین : هغه تورونه چې ګواکې په نورډ سټریم نللیکې د اوکرایني ډلو لخوا برید شوی دی بې بڼسټه دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نورډ سټریم د ګازو د پایپ لاین تخریب  اړوند د هغه تورونو په اړه چې  ګواکې دا کار د اوکرایني ډلو لخوا شوی دی  ویلي دي، دا تورونه  "بې بنسټه او بې معنا دي" ځکه چې دا کار  یوازې د دولت په کچه ترسره کیدی شي.

1960016

پوتین د روسیې دولتي چینل روسیا-۱ سره په مرکه کې  د نورډ سټریم طبیعي ګاز نللیکو باندې د تیر کال د چاودنو په اړه ارزونې وکړې. هغه په لویدیځو رسنیو کې د هغو تورونو په اړه چې ګواکې دا بریدونه  د اوکراین ځینو فعالو ډلو لخوا شوی دی، وویل،

"زه ډاډه یم  او پوره باور لرم چې دا تورونه بې بنسټه  او بې معنا دي . دا ډول ځواکمنه او دا  ډول ژوره چاودنه ، یوازې د متخصصینو لخوا د ځانګړو ټیکنالوژیو سره  چې د دولت بشپړ ځواک تر شا ولري ممکن دی. له دولته پرته دا کار ناممکنه دی."

پوتين دې ته په اشارې سره وویل چې  لويديځ هېوادونه كولاى شي چې دا برید ترسره کړي، ځکه  چې د امريكا دې مسئلې سره ډیره علاقه درلوده.

"په تیوریکي لحاظ، البته، امریکا په دې کې لیوالتیا لري چې  د اروپا بازارونو ته د روسیې د انرژۍ د جریان د پرې کولو په خاطر خپل د مایع طبیعي ګاز ولیږدوي ، که څه هم د امریکا ګاز د روسیې  په پرتله د ۲۵ نه تر ۳۰  سلنه ډیر ګران دی. امریکا نړۍ بازارونو ته د روسیې د ګازو د تلو مخنیوی کوي.

پوتین دا هم یادونه وکړه چې ظاهرا څو چاودیدونکي توکي به د پایپ لاین په اوږدو کې ځای پر ځای شوي وي، چې ځینې یې د نامعلوم دلیل لپاره نه و چاودلي.

پوتين دې ته په اشارې سره چې په نورډ سټريم کې چاودنه ډېره لويه وه، وويل چې د پايپونو يوه لويه برخه ماتې شوې ده. په همدې خاطر پوتین وویل چې د پایپ ترمیم به اسانه کار نه وي او ټینګار یې وکړ چې له دومره لویې پیښې وروسته د داسې سیسټمونو د ترمیم مثال په نړۍ کې نشته.

اړوند خبرونه