زیلینسکي : د مارچ د شپږمې نیټې نه راپدیخوا په بخموت ښار کې مو ۱۱۰۰ تنه روس پوځیان وژلي دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې د مارچ له شپږمې راهیسې د بخموت په ښار کې په روانه جګړه کې تر  ۱۱۰۰  تنو ډیر روسي پوځیان له منځه وړل شوي دي.

1958784
زیلینسکي : د مارچ د شپږمې نیټې نه راپدیخوا په بخموت ښار کې مو ۱۱۰۰ تنه روس پوځیان وژلي دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې د مارچ له شپږمې راهیسې د بخموت په ښار کې په روانه جګړه کې تر  ۱۱۰۰  تنو ډیر روسي پوځیان له منځه وړل شوي دي.

زیلینسکي پرون ماښام ملت ته په خپله ورځنۍ وینا کې اعلان وکړ چې د مارچ له شپږمې راهیسې په بخموت ښار کې په روانو نښتو کې تر  ۱۱۰۰ تنو ډیر روسي پوځیان وژل شوي او ۱۵۰۰ نور ټپیان شوي دي. زیلینسکي دا هم ویلي چې لسګونه روسي تجهیزات له لسو زیات د  مهماتو ډیپوګانې له منځه  وړل شوي دي.

زیلینسکي په هیواد کې د بریښنا د پرې کیدو د وضعیت په اړه وویل ، چې د تیرې ورځې راپدیخوا د بریښنا رسولو تخنیکي وړتیاوې بیرته عادي شوي ده.

د اوکراین لوی درستیز هم خبر ورکړی چې د روسیې پوځ د بخموت ښار د نیولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. د لوی درستیز له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې پوځ خپلې اصلي هڅې په لیمان، بخموت، اودیویکا، مارینکا او شاترسک سیمو کې پر بریدونو متمرکزې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ روسي ځواکونو د دونیڅک په سیمه کې د سلویانسک ښار پر بنسټیزو تاسیساتو توغندیز بریدونه وکړل.

«دښمن ۶ هوايي بریدونه او ۲۰ توغندیز بریدونه له ګڼو لانچر توغندیو سیستمونو کړي دي».

په اعلامیه کې ویل شوي، چې روسي پوځیانو د بخموت ښار د نیولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی او ټینګار شوی، چې د اوکراین پوځ په دې لار کې د مینکیوکا او اوریاهوو واسیلیویکا په سیمو کې د روسیې بریدونه په شا تمبولي دي.

دا هم یادونه شوې چې د دونیتڅک سیمې بوهدانیفکا، بخموت، چاسوف یار، کوردیومیوکا، دروجبا او یورسک ښارونو باندې پراخه  بریدونه شوي دي.



اړوند خبرونه