د امریکا د بانکدارۍ سکتور د جدي بحران سره مخامخ دی

په امریکا کې د سیلیکون او سیلورګیټ د بانکونو نه وروسته یو بل بانک هم خپل افلاس اعلان کړ

1958548
د امریکا د بانکدارۍ سکتور د جدي بحران سره مخامخ دی

په امریکا متحده ایالتونو  کې  تیره اونۍ د دوو بانکونو افلاس  اعلانولو  خبره لا سړه شوې نوه چې، په نوې اونۍ کې یو بل بانک  خپل افلاس  اعلان کړ.

سلور ګیټ بانک ، سیلیکون ویلي بانک او اوس په نیویارک کې د سیګنیچر بانک د افلاس بیرغونه لوړ کړل. همداشان د وال سټریټ بانک هم  په اغزو ولاړ دی.  

په امریکا  کې د بانکدارۍ سکتور د  لوی بحران سره مخامخ دی. بانکونه یو د بل پسې په افلاس پیل وکړ. د سیلیکون ویلي بانک له افلاس وروسته ، سیګنیچر بانک هم خپل افلاس اعلان کړ.

د سینګینچر بانک  د سیلیکون ویلي بانک له سقوط څخه دوه ورځې وروسته افلاس اعلان کړ. یاد شوي بانک ۱۱۰ عشاریه ۳ میلیارده ډالره شتمني  او ۸۸ عشاریه ۵ میلیارده ډالره هم زیرمه درلوده.

 

د امریکا د خزانې وزارت او د بازار د چارواکو لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې په سیلیکون ویلي بانک او سیګنیچر بانک کې ټولې زیرمې خوندي دي او مالیه ورکونکو ته به هیڅ زیان ونه رسیږي.

د امریکا د خزانې وزیرې جینټ ییلن ویلي دي  چې هغې د تنظیم کونکو ادارو سره په تیرو ۱۵ کلونو کې د هیواد ترټولو لوی افلاس وروسته د لازمو اقداماتو په اړه خبرې کړي دي.

ییلن وویل "د سیلیکون ویلي بانک (SVB) افلاس وروسته، دا مهمه ده چې نور بانکونه د افلاس کولو مخه ونیسو."

ییلن وویل چې د د سیلیکون ویلي بانک  لپاره د ژغورنې کڅوړې ممکن نلري.


پيوندونه: #بانکونه , #امریکا

اړوند خبرونه