د امریکا د استازو مجلس سوریې نه د امریکايي سرتیرو د ویستو اړوند مسوده رد کړه

د امریکا د استازو په مجلس کې هغه مسوده چې له مخې د  سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کیده رد کړه.

1957117
د امریکا د استازو مجلس سوریې نه د امریکايي سرتیرو د ویستو اړوند مسوده رد کړه

د امریکا د استازو په مجلس کې هغه مسوده چې له مخې د  سوریې څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کیده رد کړه.

د امریکا د استازو جرګې  د جمهوري غوښتونکو ګوند د غړي میټ ګیتز له خوا وړاندې شوې مسودې باندې چې له مخې یې ولسمشر جو بایډن  نه له سوریې څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو غوښتنه کوله رای اچونه وکړه.

دغه مسوده  د ۱۰۳ "موافقو " رایو په مقابل کې د  ۳۲۱ " مخالفو " رایو سره رد شوه.

ګیتز وویل، دا حقیقت چې په سوریه کې د PKK/YPG ترهګریز سازمان د ناټو له متحد هیواد تورکیې سره هم په جګړه کې دی، په سیمه کې وضعیت نور هم پیچلی کړی دی.

ګیتز ددې خبرې په ټینګار ویلي دي  چې تورکیه په سوریه کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف تر ټولو اغیزمنه جګړه کوي.

د جمهوري غوښتونکو ګوند بل غړي مارجوري ټیلر ګرین، چې د دې مسودې ملاتړ  وکړ، وویل چې امریکا د دفاع وزارت باید په سوریه کې د جګړې پر ځای  د مکسیکو کارټیلونه  پر خلاف چې هیواد ته مخدره توکي قاچاق کوي قوي  او غښتلې مبارزه وکړي.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل  چې له ټاکنیزې حوزې څخه هیڅ یوه امریکايي هغه ته نه دي ویلي چې موږ باید په سوریه کې جګړې ته ولاړ شو. ګرین  وویل چې دا یو ډیر تریخ حقیقت دی چې  ګڼ امریکايي پوځیان په بهرنیو ځمکو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.



اړوند خبرونه