په بنګلادیش کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د بنګلا دېش په پلازمېنه ډاکه کې په یوه ودانۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او نږدې سل تنه ټپیان شوي دي.
1956479
![په بنګلادیش کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/6b70/64cb/1225/64083a9020b51.jpg?time=1718861624)
![Bangladeş patlama](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/e7f4/da31/0d1a/64083ac44c6bf.jpg?time=1718861624)
د بنګلا دېش په پلازمېنه ډاکه کې په یوه ودانۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي او نږدې سل تنه ټپیان شوي دي.
د بنګلادیش چارواکو خبر ورکړی، چې د ګلستان په سیمه کې په یوه ۷ پوړیزه ودانۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پیښې نه وروسته اور وژنې ۱۱ بیړنۍ ډلې سیمې ته لیږل شوي . ویل کیږي چې د ژغورنې او لټون عملیات دوام لري.
ویل شوي، چې چاودنه د ودانۍ په لاندینې پوړ کې چې ګنشمیر دوکانونو پکې شتون درلود رامنځته شوې ده.
ټپیان د ډاکه میډیکل کالج روغتون ته وړل شوي دي. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718861625)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.