د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې وویل چې د ټاکنو د ګټولو لپاره مجبور یو چې د کډوالو د کښتیو مخه ونیسو.
انګلستان د غیرې قانوني کډوالو د مخنیوي په خاطر نوی قانون اعلانوي
د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې وویل چې د ټاکنو د ګټولو لپاره مجبور یو چې د کډوالو د کښتیو مخه ونیسو.
تمه کیږي چې نن د بريتانيا حکومت یوه نوې لايحه اعلان کړي چې له مخې به يې د وړو کښتيو په واسطه دغه هېواد ته د ناقانونه کډوالو د پناه غوښتنې مخه ونيول شي.
د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې سویلا بریورمن وویل چې حکومت باید "د ناقانونه کډوالو د کښتیو د تیریدو مخه ونیسي" ترڅو واکمن محافظه کار ګوند وکولی شي راتلونکي ټاکنې وګټي.
بریورمن د ټیلیګراف ورځپاڼې ته د "نوي لایحې په اړه چې له مخې د پناه غوښتنې لپاره د وړو کښتیو په واسطه انګلستان ته د راتلوونکو ناقانونه کډوالو مخه به ونیول شوي " ارزونې وکړې.
هغې وویل چې موږ باید د ناقانونه کډوال کښتۍ ودروو او دا کار به زموږ دا نوې لایحه په قانوني توګه وکړي. نور د موقتي حل لارو لټولو نه باید لاس واخلو د سختو پریکړو نه باید تیښته ونکړو.":
"زه او لومړی وزیر (ریشي سوناک) په نه ستړي کیدونکي توګه کار کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ هغه لایحه لرو چې کار کوي. موږ د دې کړکیچ د حل لپاره د نړیوال قانون حدود پلي کوو . که چیرې څوک په ناقانونه توګه زمونږ هیواد ته راځي هغه نور دلته پاتې کیدای نشي.
بریورمن د کډوالو مسئله په راتلونکو ټاکنو کې په خپل ګوند د اغیزو په اړه وویل، "زه فکر کوم چې موږ اړتیا لرو چې د ټاکنو د ګټلو لپاره د مهاجرینو د کښتیو مخه ونیسو. له همدې امله لومړی وزیر (سوناک ) د کډوالۍ مسئله د حکومت له پنځو لومړیتوبونو څخه په یوې بدله کړې ده.
تمه کیږي چې د برتانیا حکومت نن یوه نوې لایحه اعلان کړي چې له مخې به یې د وړو کښتیو په واسطه دغه هېواد ته د غیر قانوني کډوالو د پناه غوښتنې مخه ونیول شي.
سوناک د خپل روانډايي سیال سره د کډوالۍ په اړه بحث وکړ.
د انګلستان لومړي وزیر ریشي سوناک پرون د روانډا ولسمشر پاول کاګام سره په تلیفوني تماس کې د غیرقانوني کډوالۍ په مسله خبرې وکړې.
د لومړي وزیر دفتر لخوا په خپور شوي بيان کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د برتانيې او روانډا د کډوالۍ په شراکت، د انساني قاچاقبرانو د مخنيوي لپاره په ګډو هڅو او د بشري مسلو په حل کولو خبرې اترې کړي دي.
په بیان کې ویل شوي: "مشرانو ژمنه وکړه چې د دې مهم شراکت د بریالي چلولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره به په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي."
د غیر منظم مهاجرت سره مبارزه د حکومت له پنځو لومړیتوبونو څخه ده
د بريتانيا لومړي وزير سونانک ويلي، چې د انګلیس کانال له لارې د غير منظم مهاجرت پر وړاندې مبارزه د حکومت له پنځو لومړيتوبونو څخه ده.
د رسمي معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې ۴۵۷۵۶ مهاجر د انګلیس کانال څخه تیر شوي او انګلستان ته رسیدلي دي
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.