په ایټالیا کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمیره ۶۷ تنو ته لوړه شوه

په ایټالیا کې د فبروري په ۲۶ مه نيټه د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمیره ۶۷ تنو ته لوړه شوه.  د لټون او ژغورنې په سمندر کې د يوې نجلۍ مړى موندلى دى. په سیمه کې د ورکو شویو کډوالو لټون دوام لري.

1953739
په ایټالیا کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمیره ۶۷ تنو ته لوړه شوه

په ایټالیا کې د فبروري په ۲۶ مه نيټه د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله د مړو شمیره ۶۷ تنو ته لوړه شوه.  د لټون او ژغورنې په سمندر کې د يوې نجلۍ مړى موندلى دى.

په سیمه کې د ورکو شویو کډوالو لټون دوام لري.

د بله پلوه ددې پیښې نه وروسته په ایټالیا کې پدې اړه چې د کډوالۍ د کښټۍ د ډوبیدو نه وروسته ایا د ژغورنې عملیات ناوخته پیل شول ناندرۍ پیل شوي دي.

ویل کیږي د اروپايي ټولنې د پولو د محافظت ادارې اړوند د ګزمې یوې الوتکې د فبروري د ۲۵ مې نیټې په ماښام د ناقانونو کډوالو یوه کښتۍ تثبیت کړې وه خو دا چې د ایټالیا د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو ولې پر وخت مداخله نده کړې دې مسئلې پدې هیواد کې ډیرې زیاتې پوښتنې او بحثونه راولاړ کړي دي.

پداسې حال کې چې د اروپايي ټولنې د پولو د محافظت ادارې اعلان وکړ چې ایټالیا ته يي اړین خبرداری او خبرتیا ورکړې ده خو ، ایټالیا د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو قومندانۍ ویلي دي چې دوی ته کوم خطرناک حالت راپور نه دی ورکړل شوی.

ایټالیا د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونه  استدلال کوي چې دوي ټاکل شوي مقررات تعقیب کړي دي.

د کورنیو چارو وزیر ماتیو پیانتیډوسي هم وویل چې د اروپايي ټولنې د پولو د محافظت ادارې د نوموړې کښتۍ په اړه په خپل لومړي خبرتیا کې د کوم خطرناک حالت راپور نه دی ورکړی ، او بل  دا چې د هوا شرایط وروسته خراب شوي .

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني چې اروپایي ټولنې  ته یو لیک استولی ، پدې لیک کې ، د غیرقانوني کډوالۍ او غیرقانوني کډوالو لپاره د اروپا لخوا د ښکاره پالیسۍ د ټاکلو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د غیر منظم کډوالۍ  مسله باید د سازمان شویو جرمونو او انساني قاچاقبرانو په لاس کې پاتې نشي.

د یادولو وړ ده ددې پيښې ډیری قربانیان د پاکستان او افغانستان وګړي دي.ددې پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.



اړوند خبرونه