د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو لیدنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جي ۲۰  د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په چوکاټ کې چې  د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې جوړه شوې ده لنډه لیدنه وکړه.

1954056

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بلینکن او لاوروف ترمنځ لیدنې شاوخوا لس دقیقې دوام وکړ.

دغه امريکايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې بلينکن خپل سيال لاوروف ته ويلي چې امريکا به د اوکراين د جګړې تر ختمېدو پورې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه وویل  چې بلینکن د لاوروف نه غوښتنه وکړه چې روسیه  د "نوي سټارټ" اټومي موافقې څخه د وتلو په پریکړې بیا غور وکړي. چارواکي وویل چې  امریکا د بهرنیو چارو وزیر لاوروف ته په مسکو کې بندي  د امریکایی وګړي پاول ویلان خوشې کولو غوښتنه  وړاندې کړې ده.

امريکايي چارواکي يادونه وکړه، چې له غونډې وروسته بلينکن داسې انګېرنه نه درلوده، چې په نږدې راتلونکي کې به د روسيې په دريځ کې کوم بدلون راشي.

له بلې خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا تاس خبري اژانس ته ویلي چې بلینکن او لاوروف د جي شل  د دوهمې غونډې په چوکاټ کې د تګ پر مهال خبرې وکړې.

زهارووا وویل"بلینکن غوښتل چې له لاوروف سره اړیکه ونیسي. لاوروف چې د وتو به حال کې وو له بلینکن سره د خپو په سر  په لاره کې خبرې وکړې. پدې لیدنه کې مذاکرات  او یا بل کوم څه د بحث وړ ندي.

اړوند خبرونه