چین : د امریکا لخوا د ټایوان د تنګي د پاسه الوتنې د سیمې سوله او ثبات د ګواښ سره مخامخ کړی

چین د تایوان تنګي له لارې د امریکا د سمندري پوځي کشفي الوتکې تېرېدل وغندل او ویې ویل چې دغه فعالیت د سیمې سولې او ثبات ته ګواښي.

1952415

د چين د خلکو د ازادۍ پوځ د ختيځې جبهې د قوماندانۍ  لخوا په خپره شوې اعلاميه ویل شوي چې د «P-8A Poseidon» ډوله د سب میرین ضد ګزمې الوتکې د تنګي پر سر الوتنه  تثبیت شوې او د  پوځي واحدونو لخوا  الوتکه کشف او تعقیب لاندې نیول شوې ده.

په بیان کې ویل شوي چې الوتنې "سیمه ایز وضعیت ته زیان رسولی" او "د تایوان تنګي کې سوله او ثبات له خطر سره مخامخ کړی".

په اعلامیه کې د دې په ټینګار سره چې د چین پوځ په تیارسي  کې دی، یادونه شوې چې " د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نه به  د قوي  ارادې او عزم سره دفاع وکړي".

چین چې د تایوان ټاپو او د تایوان تنګي ته د خپل حاکمیت په سترګه ګوري، په سیمه کې د امریکا له پوځي حضور سره مخالفت کوي. په سیمه کې د امریکا د سمندري ځواکونو د تګ راتګ او څارنې فعالیتونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل کېږي.

پيوندونه: #ټایوان , #امریکا , #چین

اړوند خبرونه