د امریکا په آرکنساس ایالت کې یوې الوتکې د الوتنې نه لږ وروسته سقوط وکړ.
په امریکا کې د الوتکې سقوط له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ
1950470
د بله پلوه د امریکا په آرکنساس ایالت کې یوې الوتکې د الوتنې نه لږ وروسته سقوط وکړ.
د سي بي اس نیوز د خبر له مخې، د فدرالي هوايي چلند ادارې راپور ورکړی چې پرون له غرمې وروسته د دوه انجن والا "بیچ BE20" ډوله الوتکه د لیټل راک په سیمه کې د بل او هیلري کلنټن ملي هوایی ډګر څخه د الوتنې نه لنډه موده وروسته سقوط وکړ.
پولیسو ویلي چې د اوهایو د جان ګلین کولمبس نړیوال هوايي ډګر پر لورې روانه الوتکې د الوتنې نه لنډه موده وروسته سقوط وکړ چې په الوتکه کې سپرو ۵ تنو ټولو ژوند لاسه ورکړی دی.
د سي بي اس نیوز په یوه بیان کې ویلي دي چې پدې پیښه کې وژل شوي کسان ټول د چاپیریال مشورتي CTEC د دفتر کارمندان وو.
د الوتکې د سقوط لامل معلوم ندی.