جرمني‌ د دوو تنو ایراني‌ ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه

جرمني په برلین کې د ایران د سفارت دوه تنه کارکوونکي د نامطلوبو اشخاصو په توګه د اعلانولو سره د هغوې د شړولو پریکړه وکړه.

1950167
جرمني‌ د دوو تنو ایراني‌ ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه

جرمني په برلین کې د ایران د سفارت دوه تنه کارکوونکي د نامطلوبو اشخاصو په توګه د اعلانولو سره د هغوې د شړولو پریکړه وکړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک په ایران کې د جرمني الاصله ایراني جمشید شارمهد د اعدام پر سزا نیوکه وکړه.

"د آلمان حکومت د ایران د سفارت دوه تنه غړي د نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان کړه  او هغوی ته د المان نه د وتو په خاطر لنډ وخت ورکړ.

بیرباک وویل چې د شارمهد د اعدام له حکم وروسته د ایران د سفارت شارژدافیر وزارت ته احضار کړ.

"هغه ته خبر ورکړل شو چې ایران  د آلمان د وګړي له حقونو څخه سرغړونه کړې چې دا زموږ لپاره د منلو وړ نده. د پایلې په توګه، د آلمان حکومت د ایران د سفارت دوه کارمندان نامطلوب اشخاص اعلان کړل او دوی ته یې د آلمان څخه د وتلو لنډ وخت ورکړ.  په ایران مو د جمشید شارمهد د اعدام حکم لغوه کولو او هغه ته  د قانون له حکم  سره سم د عادل استیناف حق ورکولو غوښتنه وکړه.

ایران جمشید شارمهد چې په امریکا کې میشت د رژیم ضد سازمان مشر او په هیواد کې د "ترهګریزو کړنو" په تنظیمولو تورن و، په اعدام محکوم کړ.

د ایران د استخباراتو وزارت اعلان وکړ چې شارامهد چې دوه ګونی ایرانی-جرمن تبعه دی او ۲۰۰۳ کال راهیسې په امریکا کې میشت دی، له هیواده بهر نیولی او هیواد ته یې راوستی دی.

د هغه کورنۍ ویلي چې شارامهد د په متحده عربي اماراتو کې تښتول شوی و.


پيوندونه: #المان , #ایران

اړوند خبرونه