چین : امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې اصلي‌ تمویلوونکی دی

چین ویلي پداسې حال کې چې امریکا پخپله  د اوکراین د جګړې  لپاره  د وسلو چمتو کولو تر ټولو لویه سرچینه بیا  ادعا کوي چې چین  روسیې ته د اوکراین د جګړې لپاره وسلې او مهمات ورکوي.

1949793
چین : امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې اصلي‌ تمویلوونکی دی

چین ویلي پداسې حال کې چې امریکا پخپله  د اوکراین د جګړې  لپاره  د وسلو چمتو کولو تر ټولو لویه سرچینه بیا  ادعا کوي چې چین  روسیې ته د اوکراین د جګړې لپاره وسلې او مهمات ورکوي.

د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينبين په پلازمېنه بېجينګ خبري‌‌ غونډې ته  وویل  چې،  د امريکا ولسمشر جو بايډن کيف ته د خپل سفر پر مهال له اوکراين سره د پنځه سوه مليونو ډالرو په ارزښت اضافي پوځي مرستې اعلان کړې.

وانګ وویل چې  واشنګټن د "سولې مدافع"  نه بلکې جګړې ته لمن وهوونکی  دی .

"امریکا د اوکراین په جګړه کې د وسلو ترټولو لویه سرچینه ده. دا چې دوی د حقیقت پر خلاف ادعا کوي‌ چې چین روسیې ته وسلې او مهمات ورکوي‌ ، انسان حیران پاتې کیږي‌ چې ددې خبرې نه به ددوې هدف څه وي. دا چې دوې د یو پلو نه ځان په نړۍ کې د سولې د مدافع په توګه یادونه کوي‌ او وايي چې دوې غواړي‌ چې په نړۍ کې سوله حاکمه کړي‌ او د بلې خوا نه بیا د خپلو دفاعي‌ صنعت د شرکتونو جیبونه ډکوي‌.  ایا ددوې وجدان څه ډول دوې ته اجازه ورکوي؟

وانګ  د روسیې  نه د چین د هراړخيز ستراتيژيک همغږي همکار په توګه یادونه وکړه او زیاته کړه چې د چین او روسیې اړیکې  د اتحاد نه کولو، جبهې نه نیولو او دریم ګړو د نه په نښه کولو پر بڼسټ ولاړې دي.

"موږ دا نه منو چې امریکا دې پر مونږ د  روسیې سره د اړیکو د درلودو له امله تورونه ولګوي‌‌ او پدې ډول دې پر موږ فشارونه وارد کړي."

وانګ وویل چې امریکا باید د دې په اړه فکر وکړي چې دا څه کوي ، په  اور د تیلو د شیندولو او د جګړې نه د ګټې اخیستو هڅې نه دې لاس واخلي.

"موږ ولیدل چې امریکا په افغانستان کې د 'وروستۍ افغان پاتې کیدو پورې' د جګړې تګلاره پلي‌ کړه ، ایا دوی غواړي چې په اوکراین کې هم د  وروستي اوکرایني د  پاتې کیدو پورې جګړه وکړي؟"

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د خپل هېواد له سي بي ايس ټلوېزيون سره په مرکه کې ادعا وکړه چې امريکايي استخباراتو داسې معلومات ترلاسه کړي چې چين د اوکراين په جګړه کې د روسيې د ملاتړ لپاره د وسلو او مهماتو د برابرولو په اړه غور کوي.

بلینکن ددې خبرې په یادونې سره  چې چینایي شرکتونه دمخه د روسیې دفاعي صنعت ته "غیر وژونکي" ملاتړ چمتو کوي ، وویل چې نوي معلومات ښیې چې بیجینګ کولی شي مستقیم "وژونکي" وسلې او مهمات هم چمتو کړي.

 هغه خبرداری ورکړ چې روسیې ته د چین د وسلو ورکول به زموږ په اړیکو کې جدي ستونزې رامنځته کړي.

 

روسي پوځیانو د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین برید پیل کړ.


پيوندونه: #اوکراین , #امریکا , #چین

اړوند خبرونه