د ۲۱مې پيړۍ تر پایه په نړۍ کې تر ۳۰۰۰ ډیرې ژبې د ورکیدو د ګواښ‌ سره مخامخ دي.

د ۲۱مې پيړۍ تر پایه په نړۍ کې تر ۳۰۰۰ ډیرې ژبې د ورکیدو د ګواښ‌ سره مخامخ دي. دا خبره د یونسکو سازمان کړې ده .

1949343
د ۲۱مې پيړۍ تر پایه په نړۍ کې تر ۳۰۰۰ ډیرې ژبې د ورکیدو د ګواښ‌ سره مخامخ دي.

د ۲۱مې پيړۍ تر پایه په نړۍ کې تر ۳۰۰۰ ډیرې ژبې د ورکیدو د ګواښ‌ سره مخامخ دي. دا خبره د یونسکو سازمان کړې ده .

 په نړۍ کې اوس مهال له ۷۰۰۰ څخه زیاتو ژبو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ یې د ۲۱مې پیړۍ تر پایه د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي  .د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په ۱۹۹۹ کال کې د بنګلادیش په نوښت د یونیسکو (د تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان) په عمومي کنفرانس کې تصویب شوه ، له ۲۰۰۰ کال راهیسې هر کال د فبرورۍ په ۲۱ مه لمانځل کیږي.

د یونیسکو  سازمان د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټوله نړۍ کې له ۷۰۰۰ څخه زیاتې ژبو باندې خبرې کیږي ، چې له دې جملې څخه ۶۷۰۰ هغه ژبې دي‌ چې د ځايی خلکو لخوا پرې خبرې کیږي‌ او تر ټولو زیات د ورکیدو د ګواښ سره مخامخ ژبې دي.

د هغه  پریکړه لیک د مسودې له مخې چې په ۲۰۱۹ کال  کې د ملګرو ملتونو سازمان  د مورنیو ژبو د نړیوال کال په توګه منل شوی، یونیسکو په هیوادونو غږ کوي چې د مورنیو ژبو د ساتنې لپاره فنډونه او میکانیزمونه رامینځته کړي.

د یونسکو په وینا، که چیرې ځايي نفوس د یو هیواد د نفوس ډیره کوچنۍ برخه کې هم تشکیلوي‌ خو د هغوې  کلتوري او ژبني تنوع  ددې هیواد د نفوس تر ټولو لویه برخه ده. له بلې خوا، د ژبو ورکیدل د کاسموپولیټانیزم او د انسانیت ګډ میراث د نه جبرانیدونکي  ورکیدو معنی لري.

د یونیسکو د خطر سره مخ ژبو نړیوال اتلس له مخې هغه ژبې چې د ۱۹۵۰ کلونو  راهیسې د هیچا لخوا پرې خبرې ندي شوي ، "له منځه تللې" ژبې ګڼل کیږي.

د دې لپاره چې یوه ژبه "خوندي" وساتل شي ، دا باید د ټولو نسلونو لخوا پرته له کوم محدودیت پرې خبرې وشي. د دې طبقې له مخې، تر اوسه پورې 4 سلنه خبرې شوي ژبې "له منځه تللې" ګڼل کیږي.

نن ورځ د هغه ژبو چې پرې خبرې کیږي‌  په سلو کې ۱۰ د  "جدي خطر سره " ، ۹  سلنه "د سخت خطر سره "، ۱۱ سلنه "یقینی ګواښ"، او 10 سلنه " د بې دفاع " په توګه طبقه بندي شوي.

یونیسکو اندیښنه لري چې کیدای شي دا ژبې د دې پیړۍ تر پایه ورکې شي.


پيوندونه: #مورنۍ ژبې , #یونسکو

اړوند خبرونه