چین : پر ځینو هیوادونو غږ کوو چې د اوکراین جګړې په اور دې د تیلو شیندولو نه ډډه وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر، چین ګانګ ویلي، چې ځینې هېوادونه باید د اوکراین په کړکېچ کې په اور د تیلو د شیندولو نه ډډه وکړي.

1949251
چین : پر ځینو هیوادونو غږ کوو چې د اوکراین جګړې په اور دې د تیلو شیندولو نه ډډه وکړي

د چین د بهرنیو چارو وزیر، چین ګانګ ویلي، چې ځینې هېوادونه باید د اوکراین په کړکېچ کې په اور د تیلو د شیندولو نه ډډه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په پلازمېنه بېجينګ کې جوړه شوې  د لانتينګ په فورم کې د وينا په ترڅ کې وويل چې هېواد به يې له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د اوکراين د مسئلې د حل لپاره د خبرو اترو او مذاکراتو د پرمخبيولو او د ګډ امنيتي درک د رامنځته کولو لپاره په ګډه کار وکړي چې ټولو اندېښنو ته ځواب ووايي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین د مسئلېد   سیاسي حل پر اړتیا د ټینګار په ترڅ کې چې وویل چې دا اوکراین د ستونزې حل  اروپا ته تلپاتې سوله راوستی شي. هغه امریکا ته په اشارې سره وویل چې  موږ پر ځینو هېوادونو غږ کوو چې  پر اور د تیلو د شیندولو او شخړې ته د لمن وهلو نه ډډه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په نړۍ کې د ګډوډۍ او شخړو د زیاتیدو خطر ته په اشارې سره وویل، سوله غوښتونکي هیوادونه باید ژر تر ژره د اوسني دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.

د چین د وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې امریکا چین د اوکراین او روسیې ترمنځه په جګړه کې روسیې ته د وسلو او مهماتو په ورکولو  تورن کړ او  بیجینګ ته خبرداری ورکړ چې دا ډول اقدام به "جدي پایلې" ولري.

 

د امريکا د بهرنيو چارو وزير بلينکن د فبرورۍ په ١٩مه نېټه د خپل هېواد له سي بي ايس ټلوېزيون سره په مرکه کې ادعا وکړه چې امريکايي استخباراتو داسې معلومات ترلاسه کړي چې چين د اوکراين په جګړه کې د روسيې د ملاتړ لپاره د وسلو او مهماتو د برابرولو په اړه غور کوي.

هغه ویلي‌ وو چې چینايي شرکتونه دم د روسیې دفاعي صنعت ته "غیر وژونکي" ملاتړ چمتو کوي ، او زیاته کړه  نوي معلومات ښیې چې بیجینګ غواړي مستقیم "وژونکي" وسلې او مهمات روسیې ته چمتو کړي ، او زیاته یې کړه چې د چین لخوا روسیې ته د وسلو ورکول  به زموږ تر منځه د اړیکو د لا زیات خرابیدو لامل شي.


پيوندونه: #امریکا , #اوکراین , #چین

اړوند خبرونه