شمالي کوریا د جاپان د بحر په لور د لنډ واټن دوه توغندي توغولي دي.
شمالي کوریا یو ځل بیا دوه لنډ واټنه توغندي وازمایل
![شمالي کوریا د جاپان د بحر په لور د لنډ واټن دوه توغندي توغولي دي.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/601f/5294/6341/63afd2891f4a3.jpg?time=1718775147)
شمالي کوریا د جاپان د بحر په لور د لنډ واټن دوه توغندي توغولي دي.
شمالي کوریا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو او نړیوالو بندیزونو سره سره، د اټومي وسلو او توغندیو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي، په سیمه کې د کړکېچ د زیاتولو په برخه کې یو بل ګام پورته کړ.
د راپورونو له مخې پیونګ یانګ دوه نوي لنډ واټن ویشتونکي توغندي توغولي دي. د جاپان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، لومړی توغندی چې په ځايي وخت د سهار په ۶:۵۹ دقیقو او دویم توغندی بیا د سهار په ۷:۱۰ بجو او دقیقو وتوغول شو چې د ۱۰۰ کیلومترو په ارتفاع کې و او ۴۰۰ کیلومتره واټن یې تر پوښښ لاندې راوست.
د ویلو ده چې دویم توغندی د ۵۰ کیلومتره ارتفاع او شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره واټن نه وروسته د جاپان په سمندر کې، د دې هیواد له ځانګړي اقتصادي زون څخه بهر ولویدل.
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز دا ازموینه تایید کړه او اعلان یې وکړ چې توغندي د شمالي کوریا په سویل کې پیون ګانګ ولایت له سوکچون سیمې څخه توغول شوي دي.
د شمالي کوریا بیا د توغندیو د ازموینې څو دقیقې وروسته د یو بیان په خپرولو سره ، اعلان وکړ چې دا ازموینه د امریکا ، سویلي کوریا او جاپان ترمنځه د ګډو هوایي تمریناتو په ځواب کې ترسره کړې ده. په بیان کې ویل شوي دي چې نوموړي دوه توغندي د ۶۰۰ ملی متره راکټ لانچر توغندیو سیستم لخوا په ۳۹۵ او ۳۳۷ کیلو مترۍ کې هدفونو په بریالیتوب سره له منځه وړي دي. پدې ازموینه کې کارول شوي د راکټ لانچر سیسټم "د دښمن عملیاتي فضا ویجاړولو لپاره د نوي څو توغندي سیسټم" په توګه تعریف شوی.
په بیان کې یادونه شوې ده چې د نن ورځې د توغندیو ازمایښت چې د څو راکټ لانچرونو په وسيله د اتومي وسلو د تاکتيکي وسايلو په کارولو سره دا ثابته شوه چې شمالي کوريا د امريکا او جنوبي کوريا د ګډو هوايي ځواکونو د مخنيوي او مقابلې لپاره چمتو ده او په خپل هوايي برتري وياړي.