په تاجکستان کې د واورو ښوېدو له امله د مړو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.

په تاجکستان کې د واورې ښویدنې پیښو ګنشمیر ځاني‌ زیانونه رامنځته کړي‌ دي

1947629
په تاجکستان کې د واورو ښوېدو له امله د مړو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.

په تاجکستان کې د واورو ښوېدو له امله د مړو شمېر ۱۷ ته لوړ شو.

د تاجکستان د بېړنیو حالاتو د کمېټې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد په غرنیو سیمو کې د واورې ښوېدو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ تنو ته لوړ شوی دی.

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې له وژل شويوکسانو څخه ١٦ تنه د بدحشان په خودمختاره غرنیزه  سيمه کې او يو تن د دوشنبي-چانک په لويه لاره د واورې د ښویدو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي‌ دي‌  چې په وروستیو ورځو کې د واورې ښویدنې نږدې سل پیښې رامنځ ته شوي او خطر لاهم دوام لري. یادونه شوې چې د ناورین په سیمه کې د لټون او ژغورنې ډلې کار ته دوام ورکوي.په اعلاميه کې ويل شوي چې د دوشنبي – چانک د لويې لارې په ګډون ځينې لويې لارې چې پلازمېنه دوشنبه د هېواد له شمال سره نښلوي، د واورې ښوېدنې له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.

د تاجکستان چارواکو پرون خبر ورکړ چې د دغه هېواد په غرنیو سیمو کې د واورې ښوېدو له امله ۱۳ کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه