په روسیه کې په رسمي اسنادو کې د بهرنیو کلمو په کارولو بندیز ولګول شو.
د روسیې ولسي جرګې دولتي دوما، هغه قانون تصویب کړ چې له مخې په لیک کې د بهرنیو کلمو په کارولو بندیز ولګول شو.
![په روسیه کې په رسمي اسنادو کې د بهرنیو کلمو په کارولو بندیز ولګول شو.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/ba71/9f2a/2e74/63ee3b1be061c.jpg?time=1718827284)
په روسیه کې په رسمي اسنادو کې د بهرنیو کلمو په کارولو بندیز ولګول شو.
د روسیې ولسي جرګې دولتي دوما، هغه قانون تصویب کړ چې له مخې په لیک کې د بهرنیو کلمو په کارولو بندیز ولګول شو.
د روسیې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ، د روسیې په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د روسیې د ادبي ژبې د نورمونو د څارنې قانون تصویب کړ.
د یاد قانون له مخې ددینه وروسته د روسیې په ټولو دولتي او خصوصي شرکتونو په مکتوبونو کې د بهرنیو کلمو کارول منع دي، پرته له هغو کلمو څخه چې په روسي ژبه کې معادل ونلري او په روسي ډیکشنري کې ځای نیولی وي .
برسېره پر دې، دې قانون ، د هغه کلمو په کارولو هم بندیز ولګول شو چې د روسیې د ادبي ژبې د نورمونو سره سمون نه خوري.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718827284)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.