امریکا د میشیګان ایالت په پوهنتون کې د وسله والو په برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي
په امریکا کې په یو پوهنتون وسله وال برید شوی
د امریکا د میشیګان ایالت په پوهنتون کې د وسله والو په برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پوهنتون پوليسو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د پوهنتون پر ودانۍ وسله وال بريد شوى دى.
په سلګونو پولیسو د ختیځ لانسنګ پوهنتون ودانۍ کې د شکمن په لټه کې وو چې وروسته يي ورته مړی پیدا کړ.
پولیسو ویلي دي چې په دغه برید کې ۳ تنو ته ژوند د لاسه ورکړی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي. ټپیان په روغتون کې د درمنلې لاندې قرار لري. د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکي د برید نه وروسته ځان وژنه کړې ده. د برید کوونکي نوم او شهرت ندی اعلان شوی.
همداشان دا معلومه نده چې برید کوونکي ولې دا برید کړی دی. د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
د میشیګان ایالت پوهنتون چې ۵۰ زره تنه زده کوونکي لري ددې برید نه وروسته د درسونو په ګډون ټول فعالیتونه د ۴۸ ساعتونو لپاره وځنډول.