امریکا دا ځل د کاناډا سره په پوله کې په هوا کې یو نامعلوم څیز د ویشتو نه خبر ورکړی دی

د امریکا پوځ اعلان کړی چې  د کاناډا په پوله کې د هورون جهيل د پاسه  الوتونکی یو نامعلوم څیز په ډزو ویشتلی او غورځولی دی.

1945634
امریکا دا ځل د کاناډا سره په پوله کې په هوا کې یو نامعلوم څیز د ویشتو نه خبر ورکړی دی

د امریکا پوځ اعلان کړی چې  د کاناډا په پوله کې د هورون جهيل د پاسه  الوتونکی یو نامعلوم څیز په ډزو ویشتلی او غورځولی دی.

د شمالي امریکا د هوایی دفاع قوماندانې د چین  د هوايي بالون او د الاسکا او کاناډا د پاسه د الوتونکې یونامعلوم څیز د ویشتو نه وروسته  داځل د امریکا او کاناډا د پولې د پاسه الوتونکي یو نامعلوم څیز د ویشتلو او لمنځه وړو په اړه اقدام وکړ.

د امریکا د هوايي دفاع قوماندانۍ د امریکا او کاناډا د پولو د پاسه د سیمې هوايي حریم د لنډې مودې لپاره د الوتنو پر مخ د تړولو نه وروسته په سیمه کې الوتونکی نامعلوم څیز وویشته.

د میشیګان استازی جمهوري غوښتونکي جیک برګمن په خپل ټویټر پاڼه کې په خپور کړي یوه بیان کې ویلي دي: "د دفاع وزارت له ما سره په لوی جهیل په  سیمه کې د عملیاتو په اړه اړیکه ونیوله. د امریکا اردو یو نوی نامعلوم څیز د هورون د جهیلونو په سیمه کې له منځه وړی دی.

د ویلو ده چې د امریکا پوځ د فبروري په څلورمه نیټه د مونتانا د پاسه د تثبیت کړي د چین اړوند د لوړې ارتفاع لرونکی بالون د ویشتو نه خبر ورکړی وو.

همداشان پنټاګون د فبروري په ۹ مه نيټه د الاسکا د پاسه الوتونکي یو نامعلوم څیز د ویشتو نه خبر ورکړی وو.

پدې ډول امریکا د لسو ورځو په دننه کې یو د چین اړوند د لوړې ارتفاع لرونکي بالون او درې ناپیژانده الوتونکي عناصر له منځه یوړل.



اړوند خبرونه