په سویډن کې په قرانکریم بریدونه دوام لري
د سویډن د کارلسکرونا ښار په رونيبي ولسوالۍ کې درې قرآن کریمونه چې د پاسه او دننه په پاڼو يي د سپکاوي دکې خبرې او ګواښونه لیکل شوې وې موندل شوي دي.

د سویډن د کارلسکرونا ښار په رونيبي ولسوالۍ کې درې قرآن کریمونه چې د پاسه او دننه په پاڼو يي د سپکاوي دکې خبرې او ګواښونه لیکل شوې وې موندل شوي دي.
د سویډن د دولتي ټلویزیون SVT د خبر له مخې یو جلد قران کریم چې په کې د مرګ ګواښونه لیکل شوي د بس په تمځای کې موندل شوي او نور یې په عامه ځایونو کې موندل شوي دي.
د رونيبي اسلامي ټولنې غړي ګوډلاګ هیلمارسډوټیر، د سویډن دولتي تلویزیون ته ویلي دي چې ، چې دوی د دې پیښې په اړه ډیر خواشیني دي. هغه ویلي دي چې قرآنکریم د ژوند لارښود دی. قرانکریم ته سپکاوی ټول مسلمانانو او ټول بشریت ته سپکاوی دی.
همداشان په رونیبي سیمه کې د جومات مخکې ته د سوځول شوي قرانکریم پاڼې او د خوږ غوښه غورځول شوي دي.
سره له دې چې پولیسو اعلان وکړ چې د پیښې په اړه د "کرکې جرم" پلټنه پیل شوې، خو ددې پیښې عاملین تر اوسه ندي نیول شوي.
د ډنمارک د ښي اړخي سخت دریځه ګوند مشر راسموس پالودان د جنورۍ په ۲۱ مه د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته د پولیسو د شدیدو امنیتي تدابیرو لاندې قران کریم وسوځو.
د سویډن د حکومت لخوا پالودان ته د قران کریم د سوځولو اجازه ورکولو د ډیرو اسلامي هیوادونو په ځانګړې توګه تورکیې ډیر سخت غبرګون پارولی دی.
پالودان د جنورۍ په ۲۷مه د ډنمارک په کوپنهاګن کې د جومات مخې ته او د تورکیې د سفارت مخې ته قرآن کریم سوځولی وو.
په هالنډ کې د لوېدیځ د اسلامي کولو پر وړاندې د وطنپالو اروپایانو د غورځنګ مشر، اډون واګینسویلډ، په هاګ کې په یوازې ځان قرانکریم ته اور ورته کړ.
د ویلو ده چې په سويډن، هالنډ او ډنمارک کې د قرانکریم سوځولو پیښو د تورکیې په ګډون په اسلامي هیوادونو ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي.
د یو زیات شمیر هیوادونو په څیر په تورکیه کې هم د سویډن، ډنمارک او هالنډ پر خلاف پراخه مظاهرې وشوې.
اړوند خبرونه

امریکايي ځواکونو په سوریه کې د ایراني ملیشو اړوند پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي .
امریکايي ځواکونو په سوریه کې ددوې په هډو د برید په ځواب کې د ایراني ملیشو پر مرکزونو بریدونه کړي

په هند کې د یو مندر د فرش د نړېدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
په هندوستان کې د یو مندر د فرش د نړېدو په نتجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.