لووید آستین : د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځه اړیکې ډیرې زیاتې پياوړي دي

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر، لوویډ آسټین، ټینګار وکړ چې د سویلي کوریا سره د ګډ امنیت په اړه د امریکا ژمنې "نه ماتیدونکې " دي.

1939966
لووید آستین : د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځه اړیکې ډیرې زیاتې پياوړي دي

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر، لوویډ آسټین، ټینګار وکړ چې د سویلي کوریا سره د ګډ امنیت په اړه د امریکا ژمنې "نه ماتیدونکې " دي.

آسټین چې پرون د دوه ورځني سفر لپاره د جنوبي کوریا پلازمېنې سیول ته تللی و، له خپلو تماسونو مخکې د جنوبي کوریا د خبري اژانس یونهاپ  له لارې د " اتحاد چمتو او منتظر دی " تر نامه لاندې  یوه مقاله خپره کړه.

آسټین په خپله مقاله کې، ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  امریکا  د خپلو دودیزو ځواکونو، اټومي او توغندیو دفاعي وړتیا او په جنوبي کوریا کې د خپلو ۲۸۰۰۰ پوځي پرسونل سره ګډ دفاع ته ژمن دی.

 

"زمونږ دښمنان او سیالان باید پوه شي چې که دوی زمونږ څخه یو ته ګواښ وکړي، دوی په ټوله کې د امریکا  او سویلي کوریا اتحاد تهدیدوي."

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل  چې شمالي کوریا په وروستیو کلونو کې د اټومي، لارښود توغندیو او نورو وسلو پروګرامونه جوړ کړي دي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیکونو سره سره یې د ډیر زیات توغندي توغولي دي.

 آسټین وویل، زه دلته یو ځل بیا د دې لپاره راغلی یم چې د امریکا پر نه ماتیدونکې ژمنې ټینګار وکړم. امریکا  به سویلي کوریا د اټومي وسلو د مخنیوي په سیستم سمبال کړي.

هغه وویل چې د امریکا  او سویلي کوریا ترمینځ ملګرتیا "په تاریخ کې ترټولو قوي ، خورا انعطاف منونکی او متقابل عمل اتحاد دی" ، آسټین وویل چې د شمالي کوریا د ګواښونو پروړاندې د ګډو نظامي تمرینونو ساحه او پیمانه باید پراخه شي او "د ژوندي جنګ عناصر" باید اضافه شي

آسټین د واشنګټن، سیول او توکیو ترمنځ د درې اړخیزو امنیتي همکاریو اهمیت ته په اشارې سره وویل، "موږ ټول هغه وخت خوندي یو چې امریکا، سویلي کوریا او جاپان یوځای وي."

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به نن د جنوبي کوریا له خپل سیال لي جونګ سوپ او نورو چارواکو سره وګوري.



اړوند خبرونه