تبون : د اسلام دښمنۍ د پدیدې پر خلاف د مبارزې لپاره باید متمدن فورمولونه پیدا کړو
د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون ویلي دي چې د اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ او کرکې د پدیدې سره د مبارزې لپاره د متمدنو فورمولونو موندلو ته اړتیا ده.

د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون ویلي دي چې د اسلام او مسلمانانو سره د دښمنۍ او کرکې د پدیدې سره د مبارزې لپاره د متمدنو فورمولونو موندلو ته اړتیا ده.
د الجزایر د ولسی جرګې مشر ابراهیم بوغالی د اسلامی همکارۍ سازمان د پارلماني ټولنې د ۱۷مې دورې غونډې ته چې د الجزایر په پلازمېنه، الجزایر کې جوړه شوې وه، د ولسمشر تبون پیغام ولوست.
تبون د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د کرکې او تبعیض د زیاتیدو په اړه په خپل پیغام کې لاندې څرګندونې کړي.
"مونږ باید د مسلمانانو پر خلاف د دښمنیو او کرکې، سیستماتیک تبعیض، اسلام دښمنۍ پدیدې پر خلاف چې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په زیاتیدو ده د لا ښې مبارزې لپاره د متمدن فورمولونو موندلو په خاطر دوه چنده کار وکړو."
د الجزایر ولسمشر په دې برخه کې، وړاندیز وکړ چې " د ډیجیټل ګړندیو بدلونونو په وړاندې چې اسلامي ټولنه ورسره لاس او ګریوان ده د فکري معافیت د پیاوړتیا لپاره د څیړنیز مرکز جوړ کړی شي".
تبون دې حقیقت ته په اشارې سره چې اسلام د زغم دین دی، ټینګار وکړ چې اسلام د منځني او اعتدال خاوند په توګه د لوړو نظریاتو دین دی.
تبون وویل چې الجزایر به د ملګروملتونو په سازمان کې د فلسطین د پوره غړیتوب لپاره چې دمګړۍ څارونکی غړی دی له هغو هیوادونو سره چې په نړۍ کې د حقوقو او آزادیو تر څنګ ولاړ دي، په ګډه کار وکړي او ټینګار یې وکړ چې د فلسطین دعوا د اسلامي امت دعوا په توګه د پاتې کیدو په خاطر به تل د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان د چارو په مرکزیت قرار ولري. دا زمونږ د ټولو لپاره ډیره مهمه مسئله ده.
د ویلو ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د پارلماني ټولنې ۱۷ م کنفرانس تیرماښام د الجزایر په پلازمینه الجزایر کې د تورکیې د ملي شورا د مشر مصطفی شینتوپ په ګډون د ډیرو اسلامي هیوادونو د پارلمانونو د مشرانو په ګډون پیل شو.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر ګڼو مسایلو په ځانګړې توګه د فلسطین پر مسئلې خبرې وشي.
اړوند خبرونه

امریکايي ځواکونو په سوریه کې د ایراني ملیشو اړوند پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي .
امریکايي ځواکونو په سوریه کې ددوې په هډو د برید په ځواب کې د ایراني ملیشو پر مرکزونو بریدونه کړي

په هند کې د یو مندر د فرش د نړېدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
په هندوستان کې د یو مندر د فرش د نړېدو په نتجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.