امریکا د داعش ترهګرې ډلې د یو مهم مشر د وژلو نه خبر ورکړ
امریکا په سومالیا کې د داعش ترهګرې ډلې یو مشر د خپلې لس کسیزې ډلې سره یو ځای له منځه وړو نه خبر ورکړ.

امریکا په سومالیا کې د داعش ترهګرې ډلې یو مشر د خپلې لس کسیزې ډلې سره یو ځای له منځه وړو نه خبر ورکړ.
د امریکا لوړ پوړو چارواکو اعلان وکړ چې بلال السوداني په نامه د داعش ترهګرې ډلې یو جګپوړی چارواکی د خپلې لس کسیزې ډلې سره له منځه وړی دی.
دوو جګپوړو امریکايي چارواکو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته په یوه انلاین غونډه کې د سوډاني د نیولو لپاره چې په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو په لېست کې شامل شوی و، تېره شپه د سومالیا په شمال کې پر یوه غرنۍ څمڅې کمپلیکس باندې عملیات ترسره کړل.
د يادونې ده، چې سوډاني په هغو نښته کې، چې د امريکايي ځواکونو د عملياتو پر مهال رامنځته شوې، وژل شوى. چارواکو ويلي، چې د عملياتو په پايله کې هېڅ ملکي او پوځي وژل شوى نه دى، يواځې يو امريکايي عملیاتي سپي ټپي شوى دى.
چارواکي ویلي د برید پلان څو میاشتې مخکې نه جوړ شوی دی. چارواکو وویل چې ولسمشر جو بایډن چې تیره اونۍ د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) لخوا خبر شوی و ، هم د دې اونۍ په پیل کې د عملیاتو منظوري ورکړه.
چارواکو ویلي چې سوډاني په ټوله نړۍ کې د داعش ترهګریز سازمان عملیاتي فعالیتونو ته مالي او لوژستیکي ملاتړ چمتو کوو ، په ځانګړې توګه په افریقا او افغانستان کې.
په څرګندونو کې راغلي دي چې سوډاني د داعش سره د یوځای کیدو دمخه د "ترهګرۍ اوږد تاریخ" درلود. چارواکو یادونه وکړه چې امریکا خپلو نورو مهمو متحدینو ته، د سومالیا د حکومت په ګډون، د عملیاتو په اړه خبر ورکړی.
اړوند خبرونه
ستولتنبرګ : روسیه د نړۍوال امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی
سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ۲۰۲۲ کال کلني راپور په اړه څرګندونې وکړې.