کریس هیپکنز په نیوزیلینډ کې د جسیندا آرډرن د استعفا له پریکړې وروسته د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
په نیوزیلینډ کې د جسینډا آرډرن ځای ناستی وټاکل شو

کریس هیپکنز په نیوزیلینډ کې د جسیندا آرډرن د استعفا له پریکړې وروسته د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. هپکینز د لوړې د کولو نه وروسته، په رسمي توګه د هیواد د ۴۱م لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
هپکینز، چې د کارګر ګوند مشر هم وټاکل شو، لوړه وکړه. هیپکنز، په پلازمینه ویلنګټن کې د لوړې په مراسمو کې د خپل مرستیال کارمل سیپولوني سره یو ځای لوړه وکړه لړ د هیواد د ۴۱م لومړي وزیر په توګه يي دنده پیل کړه.
د نیوزیلینډ نوي لومړي وزیر د لوړې د مراسمو نه وروسته لومړی د خپلې کابینې او وروسته د رسنیو له استازو سره لیدنه وکړه. هغه دلته وویل: "د نیوزیلینډ خلک به وګوري چې د ژوند لګښتونو مسله به په راتلونکو اونیو کې زمونږ د کاري پروګرام په مرکز ځای ولري. دا د حکومت په توګه زمونږ لومړیتوب دی، او دوی به په دې اړه کره شواهد وګوري، "
هپکینز به د اکتوبر په ۱۴ عمومي ټاکنو پورې د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړي. هپکینز د ۲۰۲۰ کال په جولای کې د روغتیا وزیر په توګه دنده ترسره کړه، او وروسته د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له امله د کوویډ - ۱۹ سره د مبارزې وزیر په توګه وټاکل شو. هپکینز د کوویډ - ۱۹ پروړاندې د خپلې بریالۍ مبارزې سره پیژندل شوی.
ارډرن به د فبروري تر ۷ نیټې پورې له دندې جلا شي.