اروپايي ټولنه پر ایران نویو بندیزونو ته اماده ګي نیسي

د اروپایی اتحادیې د عدلي کمیسیون  مسئول غړی دیډیر رینډرز وویل چې اروپایی ټولنه په ایران کې د بشری حقوقو د سرغړونو له امله  د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو باندې د بندیز لګولو په ګډون  د نویو بندیزونو په اړه  په ټولو  انتخابونو غور کوي .

1934263
اروپايي ټولنه پر ایران نویو بندیزونو ته اماده ګي نیسي

د اروپایی اتحادیې د عدلي کمیسیون  مسئول غړی دیډیر رینډرز وویل چې اروپایی ټولنه په ایران کې د بشری حقوقو د سرغړونو له امله  د ایران د سپاه پاسدارن ځواکونو باندې د بندیز لګولو په ګډون  د نویو بندیزونو په اړه  په ټولو  انتخابونو غور کوي .

ډیډیر رینډرز د اروپا د پارلمان په عمومي غونډه کې د ایران د وضعیت په اړه خبرې وکړې. رینډرز ویلي چې اروپايي ټولنه یو ځل بیا د ایران لخوا ددې هیواد د دفاع د پخواني مرستیال علي رضا اکبري اعدام غندي، چې انګلستان  تابعیت يي هم درلود او  د بریتانیا لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی.

هغه وویل چې  "د ایران داخلي وضعیت لا هم د یوې لویې اندیښنې سرچینه ده."

"زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د اروپايي ټولنې لپاره ټول انتخابونه د میز پر سر پراته دي  چې په ایران کې پیښو ته ځواب ووایی."

رینډرز د دې  خبرې په بیانولو سره  وویل چې اروپایی شورا د ایران د انقلابی ګارډ د پوځ په نښه کولو په شمول د نویو محدودیتونو او بندیزونو په اړه غور کوی. همداراز هغه وویل چې له ایرانی چارواکو سره د ټولو ارتباطی چینلونو له لارې خبرو اترو ته دوام ورکوی.

رینډرز د بلجیم تبعه د استرداد مسلې ته هم اشاره وکړه چې په ایران کې د "جاسوسي، پیسو مینځلو او اسعارو قاچاق" په تور محاکمه شوی او په ۴۰ کاله بند محکوم شوی او ویلي یې دي چې دوی د غړو هیوادونو سره په ورته قضیو کې کار کوي.

"موږ په هر فرصت کې د اروپایي ټولنې  د اتباعو د خپل سري توقیف ، ځورونکي او د نه منلو وړ زیاتیدونکي قضیو په اړه د ایراني چارواکو سره خپل غبرګون څرګندوو." دیدیر ریندرز ټینګار وکړ چې په ایران کې د بندي شوو اروپايي ټولنې د غړیو هیوادونو اتباعو نه ملاتړ ته به دوام ورکړو.

اروپايي ټولنې د ډسمبر په ۱۲ مه نيټه  ۲۴ تنه ایراني وګړي  او ۵ بنسټونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړل.

د نوموړو  اشخاصو شتمنۍ به کنګل شي او د اروپايي ټولنې د  اتباع او شرکتونه  لخوا د دوی تمویل باندې بندیز ولګول شو.

همداشان دا کسان اروپايي ټولنې خاورې ته ممنوع الدوخل شول.



اړوند خبرونه