په کاناډا کې د کلیسا اړوند د یو پخواني ښوونځي په حویلۍ کې ۲۰۰۰ نښې او نښانې موندل شوي

د کاناډا د ساسکاچیوان ایالت اړوند په سټار بلینکټ کری نیشن  سیمه کې د کلیسا اړوند په لیلیه لرونکي پخوانی ښوونځي په حویلۍ کې  د رادار لټون په جریان کې له ۲۰۰۰  څخه ډیر نښتې نښاني موندل شوي دي.

1932135
په کاناډا کې د کلیسا اړوند د یو پخواني ښوونځي په حویلۍ کې ۲۰۰۰ نښې او نښانې موندل شوي

د کاناډا د ساسکاچیوان ایالت اړوند په سټار بلینکټ کری نیشن  سیمه کې د کلیسا اړوند په لیلیه لرونکي پخوانی ښوونځي په حویلۍ کې  د رادار لټون په جریان کې له ۲۰۰۰  څخه ډیر نښتې نښاني موندل شوي دي.

د رادار سره د پلټنې  لومړی پړاو، چې په دې وروستیو کې د سټار بلینکټ کری نیشن په سیمه کې د کلیسا اړوند په لیلیه لرونکي پخوانی ښوونځي په حویلۍ کې  پیل شوی و، بشپړې شوې.

ددې  پروژې مشر شیلډن پوتراس وویل چې موندل شوي نښتې نښانې  کیدای شي د انسانانو اړوند وي.

پوتراس وویل چې  د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په دویمه نیټه ، کله چې دوی څیړنې پیل کړې، دوی  د یو پنځه یا شپږ کلن هلک پورې اړوند د  ژامې ټوټه  چې ۱۲۵ کلنه وه وموندله.

"دا د یوه بې نښه شوي قبر فزیکي ثبوت دی."

پوتراس یادونه وکړه چې دوی به د نښو او نښانو نمونې راټولې کړي او د ازموینې لپاره به یې واستوي.

د کلیسا اړوند لیلیه لرونکي ښوونځي  لومړی په ۱۸۸۴ کال  کې پرانستل شو او په ۱۸۹۵ کال  کې  ښه وده وکړه. په  ۱۹۵۱  کال کې ښوونځی یو له لومړنیو لیلیه لرونکو ښوونځیو  څخه و چې د ثانوي  زده کړې وړاندې کولې.

د کلیسا اړوند دا لیلیه لرونکي ښوونځي  د ۱۱۴ کلونو فعالیت نه  وروسته په ۱۹۹۸ کې وتړل شول.

د کلیسا اړوند لیلیه لرونکي ښوونځي د کاناډا په تاریخ کې د ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستنې ترټولو لوی ځایونه ګڼل کیږي.

په دغو ښوونځيو کې چې له ۱۵۰ زرو څخه زيات ځايي ماشومان په زور له خپلو کورنيو څخه  اخیستل شوي او هلته مېشت شوي وو زياتره ماشومان د پادريانو، راهبانواو نورو ښوونکو له خوا له جسمي، جنسي او رواني تیري سره مخامخ شوي دي.

په کاناډا کې  په ۲۰۱۰ کال کې د حقیقت او پخلاینې کمیسیون جوړ شو چې دې کیمیسیون لخوا د ترسره شوو څیړونو او تحقیقاتو کې دا معلومه شوه چې پدې ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي او فزیکي تیریو سربیره طبي ازمایښتونه هم شوي دي.

د کاناډا فدرالي حکومت په رسمي ډول د کلیسا په ښوونځیو کې د پیښې له امله له قربانیانو څخه بخښنه وغوښته، چیرې چې په زرګونو ماشومانو د لوږې، یخنۍ او ناروغۍ په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.



اړوند خبرونه