د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د پي کاکا ترهګري سازمان د پلویانو پر خلاف سخت غبرګون وښود

بلسټروم په خپل ټویټر پاڼه کې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ،" دا ډیر زیات د شرم ځای دی چې د ښاروالۍ مخې ته په میدان کې  د یو مشهور منتخب ولسمشر  مجسمه لکه په دار د ځوړولو په څیر ځوړول کیږي.دا یو منفور او کرکې وړ عمل دی."

1932171
د سویډن د بهرنیو چارو وزیر د پي کاکا ترهګري سازمان د پلویانو پر خلاف سخت غبرګون وښود

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ټوبیاس بیلسټروم په پلازمینه سټاکهولم کې د ښاروالۍ ودانۍ  په مخکې  د  PKK ترهګریز سازمان د  پلویانو لخوا د یوې مجسمې چې  د ولسمشر اردوغان نقاب ورته اغوستل شوی وو ځوړوندولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او د دې عمل او اقدام نه د یو منفور او کرکې وړ عمل په توګه یادونه وکړه.  

بلسټروم په خپل ټویټر پاڼه کې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ،

" دا ډیر زیات د شرم ځای دی چې د ښاروالۍ مخې ته په میدان کې  د یو مشهور منتخب ولسمشر  مجسمه لکه په دار د ځوړولو په څیر ځوړول کیږي.دا یو منفور او کرکې وړ عمل دی."

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د سویډن حکومت د سیاسي مسلو په اړه د آزادو خبرو اترو ملاتړ کوي، خو د سیاسي استازو په وړاندې د کرکې له څرګندونو ډډه کوي.

د ویلو ده چې تیره ورځ د PKK  ترهګري سازمان یوه ډله  ملاتړي چې د سویډن د پلازمینې ستاکهولم ښار د ښاروالۍ د تاریخي ودانۍ  مخې ته راټول شوي وو، یوه مجسمه چې ولسمشر اردوغان ته نقاب ورته اغوستل شوی وو په دار وځوړوله او وروسته يي ددې صحنې انځورونه او ویدیو په ټولنیزو رسنیو کې نشر کړې.

همداشان دا ویدیو او انځورونه چې د پي کاکا ترهګري سازمان د پلویانو لخوا نشر شوي دي لاندې ترینه تورکیې او ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ګواښونه کړي دي.

تورکیې ددې منفورې او پیښې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او تیره ورځ يي د سویډن سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.



اړوند خبرونه