اوکراین د روسیې لخوا د توغندیو په بریدونو کې د څه باندې ۶۰۰ تنو اوکرایني سرتیرو د وژلو ادعاء رد کړ.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو د ختیځو ځواکونو ویاند سرګي چیرواتی د روسیې د دفاع وزارت هغه ادعاء رد کړه چې ویلي یې وو، په کراماتورسک کې د توغندیو د برید په پایله کې تر ۶۰۰ ډېر اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.

د اوکراين د خبري آژانس يوکرينفورم د خبر له مخې، چيرواتي د دونيتڅک په سيمه کې د کرماتورک په ښار باندې د روسيې د بريدونو په اړه د روسيې د فدراسيون د دفاع وزارت څرګندونې و ارزولې.
هغه وویل چې د روسیې پوځ ددې ډول دقیقو بریدونو توان نلري او زیاته کړه،
"دا ادعاء د هغوی د هغه ادعاګانو په څیر دي چې ګواګې دوی زمونږ ټول HIMARS توغندیو سیستمونه ویجاړ کړي دي. دا یو تبلیغاتي عملیات دي چې د روسیې د دفاع وزارت لخوا د اوکراین د وسله والو ځواکونو د بریالي عملونو په ځواب کې تنظیم شوي . روسیې ادعاء کړې ده چې اوکراین د لوړ دقیق توغندیو سیستمونو ، د تجمع مرکزونه، ګودامونه او لوژستیک مرکزونو باندې بریدونه کړي دي. حقیقت دادی چې هغوې دا ډول یو چانس نلري. "
د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې، چې د کریماتورسک په سیمه په توغندیز برید کې تر ۶۰۰ ډېر اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.
د ویلو ده چې اوکراین لنډه موده مخکې په دونیتڅک سیمه کې د روسي ځواکونو په یوې قرارګاه د HIMARS امریکايي توغندیو سره برید وکړ چې په نتیجه کې د روسیې په وینا ۸۹ تنه سرتیري وژل شوي دي. اوکراین پدې برید کې د ۴۰۰ روسي سرتیرو د وژلو تر ۳۰۰ تنو ډیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی وو.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.