سویډن : د ناټو د غړیتوب په خاطر نشي کولی د تورکیې غوښتنې پوره کړي

د سویډن لومړي وزیر الف کریسترسن ویلي، دوی به ونه شي کولای چې د ناټو د غړیتوب لپاره د تورکیې ټولې غوښتنې پوره کړي.

1929788
سویډن : د ناټو د غړیتوب په خاطر نشي کولی د تورکیې غوښتنې پوره کړي

د سویډن لومړي وزیر الف کریسترسن ویلي، دوی به ونه شي کولای چې د ناټو د غړیتوب لپاره د تورکیې ټولې غوښتنې پوره کړي.

الف کریسټرسن د یوه مطالعاتي مرکز له خوا د جوړ شوي کنفرانس وروسته په یوه بیان کې وویل چې تورکیه د سویډن  څخه  د ناټو د غړیتوب په اړه هغه څه غواړي چې دوی نه شي ورکولی.

کریسټرسن دې ته په اشارې سره چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب د تورکیې په لاس کې دی، وویل ، سویډن د ناټو د غړیتوب په خاطر د تیر کال د جون په میاشت کې په اسپانیا کې د ناټو د سرمشریزې په چوکاټ کې د تورکیې سره یو درې اړخیز تفاهم لیک لاسلیک کړ . خو دوې د تورکیې ټولې غوښتنې پر ځای کولی نشي او ځیني شیان نه غواړو چې تورکیې ته ورکړو.

د بله پلوه بیا د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې سویډن او فنلنډ له تورکیې سره د لاسلیک شوي درې اړخیز تفاهم لیک سره موافق دي.

سټولټنبرګ په سویډن کې د فوک او فرسوار امنیتي کنفرانس ته د وینا پر مهال په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ د غوښتنو په اړه خبرې وکړې.

سټولټنبرګ وویل چې د درې اړخیز تفاهم لیک څخه له برکته، ناټو پریکړه وکړه چې سویډن او فنلینډ ته د غړیتوب بلنه ورکړي.

"زه ددې تفاهم لیک د عملي کیدو له امله ډیر خوښ یم."

سټولټنبرګ يادونه وکړه، وروسته له هغه چې ناټو ته يې غوښتنه وکړه، د ناټو ځينو متحدينو دواړو هېوادونو ته امنيتي ضمانتونه ورکړل، ناټو په سيمه کې خپل حضور زيات کړ او سويډن او فنلنډ اوس د ناټو په غونډو او مدغم پوځي همکاريو کې شامل شول.

که د سویډن او فنلنډ امنیت له ګواښ سره مخ شي نو د ناټو لپاره دا د تصور وړ هم نه ده چې عکس العمل به ونه ښايي.


پيوندونه: #تورکیه , #ناټو , #سویډن

اړوند خبرونه