په سینیګال کې د یوې ټرافیکي پیښې په نتیجه کې ستره فاجعه رامنځته شوه.
د سينيګال په جنوب لويديځ کي د يوې ترافيکي پيښي له امله ۳۸ تنه مړه او ۷۸ نور ټپيان شوي دي.
1929634
په سینیګال کې د یوې ټرافیکي پیښې په نتیجه کې ستره فاجعه رامنځته شوه.
د سينيګال په جنوب لويديځ کي د يوې ترافيکي پيښي له امله ۳۸ تنه مړه او ۷۸ نور ټپيان شوي دي.
د سینیګال د ملي اور وژنې خدماتو ادارې لخوا د خپور شوي بیان له مخې، ۲ بسونه د پلازمینې ډاکار څخه ۲۵۰ کیلومتره لرې کفرین ښار ته نږدې ټکر شوي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پیښه کې ۳۸ تنه مړه او ۷۸ تنه ټپیان شوي دي.
ولسمشر ماکي سال د خپل ټویټر پانې له لارې په خپور کړي پيغام کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
سال ددې غمیزې له امله د نن څخه په اعتبار سره درې ورځې ملي ماتم اعلان کړ.
د ویلو ده چې ددې ټرافیکي پیښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی. چارواکیو ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.