روسیې په اوکراین کې د ۳۶ ساعتونو لپاره یو پلوی اوربند اعلان کړ.
روسیې په اوکراین کې یو پلوه لنډ مهال اوربند اعلان کړ خو اوکراین رد کړ
روسیې په اوکراین کې د ۳۶ ساعتونو لپاره یو پلوی اوربند اعلان کړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې د اوکراین په ختیځ کې نن جمعه د جنوري شپږمه له ځايي وخت له ۱۲ بجو څخه ۳۶ ساعته اوربند عملي کړي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین لخوا په یوه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ولادیمیر پوتین د دفاع وزارت ته د اورتودوکس کلیسا د کرسمس له امله "په اوکراین کې لنډمهاله اوربند" لارښوونه کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه اوربند به د جنورۍ له شپږمې نېټې د غرمې له ۱۲ بجو څخه د ۳۶ ساعتونو لپاره دوام وکړي.
په بیان کې راغلي دي "دا چې د جګړې په سیمو کې د اورتودوکس د کلیسا یو زیات شمیر لارویان ژوند کوي ، دا انسانان په خپلو دیني مراسمو کې د ګډون کولو په خاطر مونږ یو پلوی اوربند اعلانوو او د اوکراین پلو نه هم د ورته اوربند د اعلانولو غوښتنه کوو."
د ویلو ده چې د روسیې د ارتودوکس کلیسا مشر پیټریارک کیریل هم په اوکراین کې د اورتودوکس کرسمس له امله د اوربند غوښتنه کړې چې د جنوري له په ۶ مه او ۷ مو نیټو دی.
له بلې خوا اوکرایین ویلي چې دوی به اوربند ونه مني.
د اوکراین د ولسمشر د دفتر سلاکار میخایل پودولیک، د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې "روسیه باید له نیول شویو سیمو ووځي یوازې هغه مهال به لنډمهاله اوربند وشي."
پودولیک استدلال وکړ چې د پیټریارک کیریل لخوا د اوربند غوښتنه هم د پروپاګند یو عنصر و.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.